1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنوبي او شمالي سواډان له پاره ټاکل شوې موده پای ته ورسیده

۱۳۹۱ مرداد ۱۳, جمعه
https://p.dw.com/p/15jLi

د څه له پاسه یوه کال راهیسې سودان او جنوبي سودان چې د ۲۰۱۱ کاله را په دېخوا ئې خپلواکي تر لاسه کړې ده، د سولې د یوه پلان د رامنځته کیدو په اړه سره خبرې اترې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په امنیت په شورا کې د دغو دواړو هیوادونو له پاره ټاکل شوی وخت پای ته ورسید. د امنیت شورا دواړو هیوادونو ته یوه موده ټاکلې وه چې خپل منځینۍ شخړې حل کړي که نه نو پر هغوی باندې به بندیزونه ولگول شي.

خو اوس پر هغوی باندې د ملګرو ملتونو له خوا کوم بندویز نه لګول کیږي. په دغه پلان کې د دواړو هیوادونو تر منځ د سرحدونو ټاکل او د نفتو د ذخایرو ویشل په نظر کی نیول سوي وه. د تېلو زیاتره زېرمې د جنوبي سودان په خاوره کې پرتې دي خو پایپونه ئې له شمالي سودان څخه تېریږي. له همدې کبله تل د دوی تر منځ په سرحدي سیمه کې نښتی او د زورزیاتیو پېښې رامنځ ته کیږي.