د جنوبي افريکا جمهور ريس استعفا وکړه
۱۳۸۷ مهر ۱, دوشنبهده وويل چي د پارلمان مشر بالکا امبي تي ته يي خپله استعفا وړاندی کړيده. ده د استعفا لپاره کومه نيټه نه ده ټاکلی او وايي چی دا د پارلمان کاردی. امبیکي د تلويزيون د کمرو په مخکي ډير په ويسا په ځان سره ولاړ و.
د ده خپل ګوند يعني د افريقا کانګرس ګوند لارښودې ډلی له امبيکی نه د شنبي په ورځ تقاضا وکړه، چي خپله دنده پريږدی. د ده رياست جمهورۍ د دورې قانوني وخت به د راتلونکي کال د اپريل په مياشت کی پاي ته رسيدلی واي.
ده د تير کال د نوامبر په مياښت کې د ګوند د مشرۍ مقام د نيولو په برخه کې د ګوند په منځ کي د خپل سيال په وړاندي ناکامه شو او اوس هم د نوموړي سيال سره په مبارزه کي لده څخه تقاضا شوي ده، چې خپله دنده خوشي کړي. اودا معلومه ده چي د ANC کانديد به ياکوب زوما وی.
امبيکي چی ډيرمصمم ښکاريده د خپلي استعفا دليل داسي بيان کړ:
« زه له 52 کالو راهيسي د افريقا ملي کنګرس ګوند وفاداره غړی يم اود دې ګوند د غړی په حيث پاتي کيږم.
د همدي لپاره زه د دغه ګوند د پريکړو درناوۍ کوم، نو د همدي لپاره مي پريکړه کړيده، چي د ګوند د مشرتابه تصميم په اساس د رياست جمهوۍ له مقام څخه استعفا وکړم ».