1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنسي تيري د محکمې پرمهال ځان وژنه؟

نسیم صابر (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۲۱, دوشنبه

پر يوې ۲۳ کلنې هندۍ محصلې د ډله يز تېري مشکوک طراح د زندان په غرفه کې ځان زندۍ کړی دی. ويل کيږي دغه سړي هغه بس موټر چلوی، چې پر محصلې باندي پکښې جنسي تېری تر سره شوی وو.

https://p.dw.com/p/17uoi
A police van carrying five men accused of the gang rape and murder of an Indian student arrives at a court in New Delhi January 7, 2013. Five men accused of the gang rape and murder of an Indian student appeared in court on Monday to hear charges against them, after two of them offered evidence possibly in return for a lighter sentence in the case that has led to a global outcry. The five men, along with a teenager, are accused of raping the 23-year-old physiotherapy student on a bus in New Delhi. She died two weeks later on December 28 in a Singapore hospital. REUTERS/Stringer (INDIA - Tags: CRIME LAW CIVIL UNREST POLITICS TPX IMAGES OF THE DAY)
Indien Vergewaltigung Prozessانځور: Reuters

د زندان يوه وياند وويل چې اصلي تورن کس د نوي دهلي په تيهار نومي زندان کې، چې کلک امنيتي تدابير پکې نيول شوي دي، د يوې بړستني په مرسته ځان ځړولی دی.

د دغي پېښي په اړه يوه څېړنه پيل شوې ده، ځکه چې له دغه کس سره درې تنه نور بنديان هم ول چې په جنسي تېري کې يې لاس نه درلود. له دې کبله بايد يوه طبي څېړنه څرګنده کړي چې آيا کوم بل څوک د هغه په مړينه کې نقش لرلی دی، که څنګه.

دغه سړي هغه بس چلاوه، چې ۲۳ کلنه محصله پکې يرغمل کړل شوې، ربړول شوې او جنسي تېری ورباندې تر سره شوی وو. شپږو تنو عاملينو هغه په پای کې له روان بس څخه دباندي غورځولې وه. دوې اوونۍ وروسته بیا دغه ځوانه ښځه په روغتون کې د وراوښتو ټپونو له کبله مړه شوه.

دا چې د جنسي تېري مفکوره د ده سره وه، نو د پېښي اصلي طراح همدغه ۳۳ کلن سړی وبلل شو چې ځان يې اوس په زندان کې زندۍ کړی دی. شپږ نور سړي به تر دې وروسته محکمې ته حاضريږي.

هغه کسان چې ۱۸ کلن دي، د اعدام له ګواښ سره مخامخ دي، په داسې حال کې چې يو عامل لا ځوان دی او د ځوانانو محکمې ته بايد احاضر شي.

لاريونونه
لاريونونهانځور: Getty Images

نړيواله پاملرنه او کرکه

د جنسي تېري د قربانۍ کورنۍ پر چارواکو باندي تور لګاوی دی چې امنيتي تدابير يې کافي نه دي. د «ان دي تي وي» په نوم خبري چېنل وايي چې د پوره سن لرونکي تورن کسان تر څارني لاندي دي.

پر ځوانې هندۍ محصلې جنسي تېري د نړيواله کرکه راپارولې وه. په هند کې په عامه محضر کې د ښځو د خونديتوب په اړه بحثونه راپورته سول. د تېري تر پېښې وروسته عاجلې محکمې راوغوښتل شوې، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې يې وڅېړلې.

په بهر کې هم دغه قضيه او ورپسې تر سره شويو پراخو احتجاجونو د خلکو پاملرنه ځان ته راواړوله.