1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنرال پيتريوس ماموريت پای ته ورسيدی

۱۳۹۰ تیر ۲۷, دوشنبه

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان جنرال پيترويس تر يوه کلن ماموريت وروسته خپله دنده پای ته ورسوله او خپل ځای يې جنرال جان الن ته ور پريښودی. د دغه تشکيلاتي بدلون تصميم بارک اوباما څو مياشتي مخکي نيولي ؤ.

https://p.dw.com/p/11yDS
په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو پخوانی قومندان جنرال ديويد پيتريوس
په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو پخوانی قومندان جنرال ديويد پيتريوسانځور: dapd

پترويس، خپل هيواد ته په رسيدو سره، د مرکزي استخباراتي اداري، CIA، رياست په غاړه اخلي.

په داسي حال کي چي نوي امريکايي جنرال ته د افغانستان د جګړې قومانده سپارله کيږي، د متحده ايالاتو لوي درستيز، مايک مولن هم په افغانستان کي دی. هغه پرون له ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي.

په افغانستان کي د ايساف نوي عمومي قوماندان څوک دی؟

جنرال جان الن د نرمي لهجي سړي دي. هغه د واشنګتن د جارج تاون له مشهور پوهنتون څخه د دري ماستريو د تر لاسه کولو تر څنګ، يوه تکړه تحليل کونکي او يو هوښيار پوځي ستراتيژيست په توګه هم شهرت لري. ويل کيږي چي هغه نه يواځي په پويځ ډګر کي بلکه د ديپلوماسي په ساحه کي لاس بري دي.

Barack Obama und John Allen
انځور: picture alliance/landov

د متحده ايالاتو ولس مشر، بارک اوباما کله چي هغه د امريکايي او ايساف د ځواکونو د نوي قوماندان پّ توګه معرفي کاوه، له هغه څخه يي په دي الفاظو ستاينه وکړه:«هغه د جګړي د ډګر آزمويل شوي قوماندان دي. هغه وتوانيد چي د عراق د الانبار په ولايت کي وضعيت ته بدلون ورکړي او د متحده ايالاتو دمرکزي قومانداين د مرستيال په توګه هغه په دغه ټول سيمه کي له درناوي څخه برخه من دي. هغه د افغانستان د ستراتيزي په جوړولو کي پراخه ونډه درلوده.»

خو د هندوکش د غرو په لمن کي جنرال الن تجربه نه لري. د هغه ټوله پوځي تجربه د عراق په جګړه کي ده. د عراق د الانبار په ولايت کي هغه وتوانيد چي د هغه سني مذهبه جنګيالي د القاعدي د شبکي په ضد راخپل کړي. دغه کار سره جنرال الن وتوانيد چي په عراق تر يوي کچي امن او ثبات ټينګ کړي. د دغي ستراتيزي د پلي کولو لپاره البته هغه ډير زيات په پوځي قوت باندي ټينګار نه دی کړی.

نوموړي په هغه وخت کي وويل: «د پاڅون پر ضد په جګړه کي د وژلو او ټکولو له لاري کار اخيستل د برياليتوب يواځني لاره نه ده. دا هغه څه دي چي مونږ دلته تجربه کړي ده.»

John Allen NO FLASH
انځور: AP

په هغه وخت کي جنرال الن د عراق د نوموړي ناکرار ولايت سفر وکړ او د سيمي له مخورو شيخانو او د عراق په ګاونډوي هيوادونو کي له نفوذ لرونکو سياستوالو سره خبري وکړي. هغه د خلکو کلتوري او مذهبي ارزښتونو ډير زيات درناوي لري او په خاص توګه د اسلام حساسو مسايلو ته ځانګړي پاملرنه کوي.

هغه په عراق کي د خپل پوځي ماموريت دوري ته په اشاري سره وايي:«دا په عراق کي د زور زياتيو تر ټولو ډير سخت وخت ؤ. هغه څه چي مونږ پر ي بريالي شو، هغه دا ؤ چي عربان مو قانع کړل چيد القاعدي د وحشت پر ضد سره يو موټي شي او په ګډه عمل وکړي. د دي کار لپاره ما د فرات د سين په اوږدو کي سفرونه وکړل او له ډيور شيخانو سرهمي وليدل. نه يواځي په راماديو فالوجه يا بغداد کي، بلکه په ګاوندي هويادونو، عمان، دوحه او دوبي کي هم.»

دا چي د هغه د عراق د جګړي دغه تجربه به هغه سره په افغانستان کي هعم مرسته وکړي، سمدلاسه څوک څه ويلاي نه شي، خو لږ تر لږه هغه په دي هيواد کي عراق ته ورته وضعيت سره مخامخ دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل