د جمهوری رياست د كانديدانو كمپاين پیل شو
۱۳۸۸ خرداد ۲۶, سهشنبهدغه انتخاباتي مبارزه چې دوه مياشتې دوام كوي كانديدان كولى شي د انتخاباتو د قانون سره سم خپلې انتخاباتي مبارزې ته دوام وركړي.
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د چارواكو د وينا له مخې د انتخاباتي مبارزې په لومړې دوره كې دغه موده څلويښت ورځي وه خو داچې په دې برخه كې زياتې غوښتنې وې ترڅو دغه موده دوه مياشتوته وغزول شوه.
په دې دوره كې د كانديدانو دوه پړاوونه تنظيموي چې يوې مالي چاري او بل هم مبارزاتي چارې دي. كه چيري په دې موده كې كوم كانديد د قانون څخه سرغړونه وكړي، د شكاياتو د اوريدو كميسيون ته معرفي كيږي او د هغوى د نوم تر حذفولو سزاګانې وركول كيدى شي.
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون وياند نورمحمد نور وايي چې د انتخاباتي مبارزه لپاره ځانګړي ترتيبات نيول شوي دي. په تيره بيا په دغه مهال د رسنيو كميسيون نقش هم ټاكونكي دي . د قانون له مخې ټولو كانديدانو ته په مساويانه توګه حق وركول كيږي چې راډيو، تلويزيون او ورځپانو له لارې خپلې تګ لاري وړاندې كړي.
دغه راز ښاغلي نور جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ته د كانديدانو د انتخاباتي مبارزې په څارنې ټينګار وكړ او وې ويل چې د ولس مشر حامد كرزي په ګډون چې دا مهال يو كانديد دې ټولو ته په يوه سترګه كتل كيږي.
جمال كوټوال
کتونکی: يحيی وردک