1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جمهوري رياست د انتخاباتو تراعلان وروسته تاريکه سياسي وضع

۱۳۸۸ شهریور ۲۶, پنجشنبه

دافغانستان دټاکنو کميسيون فعلاً حامد کرزی دولسمشرۍ دټاکنو ګټونکی بللی دی .

https://p.dw.com/p/Jik4
دافغانستان دانتخاباتي کميسيون رييس جانداد سپين غر
دافغانستان دانتخاباتي کميسيون رييس جانداد سپين غرانځور: DW

سره له دې چي ويل کيږي په دغه انتخاباتو کي ډيري درغلي شوي دي خو ، که د انتخاباتو آخرني نتيجه همداسي پاته شي نو مانا به يې داوي چي په افغانستان کي به هغه تګ لاري ته دوام ورکړل شي چي ناکامه تګ لاره بلل کيږي . په دې هکله د دويچي ويلي دآلمان غږ دراډيو او انترنيت د پښتو او در ي څانګي مشر سيد موسي صميمي يوه تبصره کړې او ليکي چي :

هو، د انتخاباتوکميسيون فعلاً د جمهوري رياست په ټاکنو کي د کرزي بریاعلام کړی ، خو داچي آخرني نتيجه به همدا وي او که نه ، په دې هکله څه ندي ويل شوي . او بايد انتظار وايستل سي چي د انتخاباتو دپاره دشکاياتو کميسيون چي په هغه کي دملګرو ملتو دټولني استازي هم ونډه لري څه وايي .

دافغانستان دولسمشرۍ په انتخاباتو کي داوروپايي ټولني څارونکو هم داخبره تاييد کړېده چي په دغه انتخاباتو کي ددرغلۍ احتمالات ليدل کيږي او لږ تر لږه دورکړل شوو رايو څلورمه برخه شکمني رايي بلل شوي دي . که چيري دغه رايي ونه منل شي نو کيدای سي ددوو هغه کانديدانو ترمنځ چي به نسبي ډول يې ډيري رايي تر لاسه کړيدي ، ددوهم ځل دپاره بيا انتخابات وسي .

خو که چيري وضع په همدې ډول سره دوام پيدا کړي او هيڅ نوښت رانسي ، او د جمهوري رياست دټاکنو اعلام شوې مؤقتي نتيجه په پای کي د انتخاباتو قطعي او آخرني نتيجه وبلل شي ، نو سړی ويلای شي چي د حامد کرزي دولسمشري دوهم پړاو به د ډيرو ستونزو او خنډونو سره مخامخ وي .

خو ددغه ستونزو علت به يوازي په دې کي نه وي نغښتی چي دده ډلي ته دولسمشرۍ په انتخاباتو کي ددرغليو زيات پيغورونه شوي او کيږي،بلکه داخبره هم ديادوني وړ ده چي دغه راز پيغورنه دافغانستان دولسمشري په ټاکنو کي دحامد کرزي لوی سيال عبدالله ته هم کيږي .

په راتلونکي کي به دحامدکرزي دحکومت اساسي ستونزي داوي چي په تيرو 7 کلونو کي دده دکاربيلانس منفي بلل کيږي .

په داسي حال کي چي په افغانستان کي دحامد کرزي دحکومت په منځ ته راتلو سره ډير اميدونه تړل شوي وه ، ټول دغه اميدونه په ارمانو بدل ، او دده دکار په نتيجه کي افغانستا ن دهغه هيوادو کتار ته ورټيل وهل شوی چي د مضمحل شوو دولتونو يا failed states په نامه ياديږي .

په 2006 ميلادي کال کي دنړۍ د8 ناکامو دولتونو په کتار کي افغانستان په آخرني کتار کي شميرل کيده، او په 2008 ميلادي کال کي شپږم کتار ته راټيت سو . په دغه هيواد کي فقر او بيوزلي ورځ په ورځ زياتيږي . او نن ورځ دافغانستا ن دولس په سلو کي 40 برخه دفقر او ناچارۍ ددرشل څخه هم لا ټيټ ژوند تيروي .

داچي نن ورځ په افغانستان کي هم امنيتي وضع خرابه ده او هم اقتصادي وضع ورځ په ورځ مخ پر ويجاړيدو ده ، دا ديو لړ تصادفي بدمرغيو نتيجه نسي بلل کيدلای ، برعکس دهندوکش په لمنه کي پروت هيواد افغانستان کي روان ټولنيز او اقتصادي لانجې د کرزي دحکومت دغلطي ستراتيژي محصول بلل کيدای سي . د کرزي دحکومت سياست له پيل نه تر اوسه په هغه اړتياؤ نه ؤبنا شوی چي ديوه جګړه ځپلۍ او دداخلي جګړو دمنګلو څخه وتلی هيواد افغانستان دپاره ضروري ؤ، بلکي د کرزي دحکومت سياست دلمړۍ ورځي څخه تر نن پوري پر دې سياسي بنا څرخيږي چي خپل دقدرت ستني ټينګي کړي . حامد کرزي هڅه کړې چي داسلامي بنسټ پالو ، جګړه مارانو او په ټولنه کي دقدرت او ځواک غوښتو نکو سره دمصلحتي روغي جوړي پر بنسټ ګډ کاروکړي .

نو که چيري دولسمشرۍ په انتخاباتو کي د کرزي دموقتي بري نتيجه دده دبري په قطعي نتيجه بدله شي ، نو مانا به يې دهغه سياست دوام وي چي تراوسه په افغانستان کي چلول شوی او دغه هيواد يې دزوال او نابودۍ کنډي ته نژدې کړی دی .

له بله پلوه دحامد کرزي دوهم پړاو حکومت به په دغه هيواد کي د ديموکراسۍ او دسولي دپروسې دپرمخ بيولو په لار کي هم خنډ شي .

په افغانستان کي دحامد کرزي دحکومت دوهم پړاو به دنړيوالي ټولني دپاره هم يوه ربړه وي . که څه هم يو وخت حامدکرزی دلويديځو هيوادو دخوښي او رضأ سړی بلل کيدۍ، خو نن ورځ دی دافغانستان ددولت په رأس کي پخپله ددغه هيواد دربړو او پربلمونو يوه برخه ګرځيدلې ده . نو داچي اوس به ددغه هيواد دټولو مسايلو دحل دپاره لاري چاري څه وي، دا هغه پوښتنه ده چي ځواب به يې دټولو دپاره روښانه نه وي .

صميمي/ فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري