1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د جمعت اسلامي ګوند مشر بايد بخښنه وغواړي»

سيد رياض/ آژانسونه۱۳۹۲ آبان ۲۰, دوشنبه

د پاکستاني پوځ ویاند ویلي دي چې د دغه هیواد د یوه اسلامي گوند مشر دې یوه جګړه مار ته د «شهید» ویلو له کبله غیر مشروطه بخښنه وغواړي. «د دغه مشر څرگندوني د زرونو بې گناه خلکو او پوځي سرتیرو شهادت ته «سپکاوی» دی.»

https://p.dw.com/p/1AFBC
انځور: FAROOQ NAEEM/AFP/Getty Images

د پاکستان د «جماعت اسلامي» گوند مشر سید منور حسین، په تیرو ورځو کې له یوه ځایي تلویزون سره په مرکه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د پاکستاني طالبانو وژل شوی مشر ته «شهید» ویلي ول. پر دې سربیره منور حسین په دغه مرکه کې ویلي ول، هغه پاکستاني سرتیري چې د طالبانو پر ضد جنگیږي شهیدان نه دي، ځکه چې په وینا یې دغه سرتیري د متحده ایالاتو له پاره جنگیږي.

د پاکستان د پوځ د ویاند له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: «پاکستاني ولس، چې د تروریزم پر وړاندې جگړه کې یې خپلوان له لاسه ورکړي دي، د وسله والو ځواکونو د شهیدانو کورنۍ له منور حسین څخه د هغوی د احساساتو د خوږولو له امله د غیر مشروطه بخښنې د غوښتلو غوښتنه کوي.»

د پوځ له خوا خپره شوې دغه خبرپاڼه وړاندې زیاتوي چې «دوی د جماعت اسلامي له گوند څخه دا تمه لري، چې د دې موضوع په اړه خپل گوندي دریځ په ډانگ پیلې توگه روښانه کړي.»

د پوځ ویاند همداشان ویلي دي چې «په کلکه د منور حسین غیر مسؤلانه او گمراه کوونکې څرگندونوې غندي.» ویاند زیاته کړې ده چې په دغو څرگندونو سره منور حسین د پاکستان د زرونو بې گناه انسانانو او سرتیرو «شهادت» ته سپکاوی کړی دی.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې لا تر اوسه نه منور حسین او نه هم د هغه گوند په دې اړه کومه تبصره کړې ده. نوموړی خبري آژانس زیاتوي چې د پاکستان د یوه بل مذهبي گوند «جمعیت علما اسلام» مشر مولانا فضل الرحمن هم څو ورځې تر مخه په یوه تلویزوني مرکه کې ویلي ول، «که چیري د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې آن یو سپی هم ووژل شي نو دی به ورته شهید ووایي.»

پاکستان د بې پيلوټه الوتکو بریدونه غندي او دا پر خپل ملي حاکمیت باندي تيری ګڼي. د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په تیرو ورځو کې واشنگټن ته د خپل سفر پر مهال د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما څخه د دغو بریدونو د درولو غوښتنه وکړه.

خو کارپوهان وایي چې واشنگټن ته د نواز شریف د غوښتونو توانمندي د متحده ایالاتو د هغې موافقې تر اغیز لاندي ده چې تیره میاشت یې پاکستان ته د ۱،۶ میلیارده ډالرو مرستې منظور کړې.

د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود، څو ورځې د مخه د بې پیلوټه الوتکو په یوه برید کې ووژل شو. تر دې دمخه په می میاشت کې د دغې ډلې مرستیال ولي الرحمن هم په یوه ورته برید کې وژل شوی وو.

پاکستان د متحده ایالاتو او ناټو په مشرۍ د تروریزم پر ضد جگړې په لومړۍ کرښي کي جنګيږي. پاکستان وایي چې له طالبانو او القاعدې سره یې په جگړه کې ۴۰ زره خلک وژل شوي دي.