1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جلال اباد د پيښي يو تن ځانمرگی ژوندی نيول سوی

۱۳۸۹ اسفند ۲, دوشنبه

د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي د يکشنبې په ورځ ناوخته د هغه بريد ګر د نيولو خبر ورکړ چي د شنبې په ورځ يي د جلال اباد ښار د کابل بانک پر سيمه ايزه څانګه د خپلو نورو ملګرو په ګډون بريدونه وکړل.

https://p.dw.com/p/R2lP
ژوندی نيول سوی ځانمرګی بريد کونکی
ژوندی نيول سوی ځانمرګی بريد کونکیانځور: Sana Nasary

د ننګرهار والي د نيول سوي کس نوم زرم خان ياد کړی او ويې ويل چي، د پاکستان د شمالي وزيرستان اوسيدونکی دي.

شيرزي وويل دوه نور هغه کسان يي هم نيولي چي دغه بريد کوونکي يې د يوې اونۍ لپاره په خپل کور کي ساتلي ول.

د ننګرهار والي تر پيښي وروسته خبريالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال
د ننګرهار والي تر پيښي وروسته خبريالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهالانځور: Sana Nasary

هغه وويل:« پدغه خونړۍ پيښه کي ۴۰ کسان وژل سوي چي ۳۵ يې دولتي ځواکونه او پنځه تنه د بانک مامورين ول ، همداراز ۷۸ کسان ټپيان سوي چي ډيره برخه يې نظاميان دي ، ددغه پيښي يو تن بريد کوونکي او دوه نور ملګري يي نيول سوي او د نوري ډلي د نيولو لپاره د جلال اباد په بيلابيلو سيمو کي عمليات روان دي.»

د رسنيو په واک هغه ويډيو هم ورکړل سوې چي د کابل بانک د امنيتي ويډيويي کيمرو لخوا اخيستل سوې، او نيول سوي بريد ګر په کښي ښکاري چي د پوليسو دريشي يې په تن د بانک د ننه پر نظامي کسانو ډزي کوي.»

نيول سوي بريد ګر خبريالانو ته ويلي چي، يوه هفته د مخه دغه ځای ته راوړل سوي ول او ور ښودل سوی و.

په جلال اباد کي د کابل بانک ودانی تر بريد د مخه
په جلال اباد کي د کابل بانک ودانی تر بريد د مخهانځور: Sana Nasary

« موږ د تورخم له لاري افغانستان ته راواړول سو او دلته په يو کور کي وو بيا د شنبې ورځ په سهار د بانک خواته په يو موټر کي راوړل سو او راته وويل سول چي دلته ټول پوليس او ملي اردو دي بايد ټول ووژنو.

د بريد گر په خبره دوی دوه تنه ول چي پر کابل بانک باندي يې بريد ترسره کړی. خو ولايتي چاوراکي د بريدکونکو شمير لوړه ښيي.

په سيمه کي څو تنو عيني شاهدانو ويلي چي، «سهار شاخوا يولس بجي وي چي ډزي سوي او ډير زيات خلک مړه سول ، وروسته بيا پوليس راغلل او جګړه شروع سوه.»

د ننګرهار والي ددغه پيښي مسوليت مخامخ د پاکستان پر دولت ورواچوه او ويې ويل چي دغه بريد ګر د پاکستان په خاوره کي روزل سوي او دلته راستول سوي و.

تر بريد وروسته د کابل بانک ودانۍ
تر بريد وروسته د کابل بانک ودانۍانځور: Sana Nasary

گل اغا وويل ، د ننګرهار په ډيرو نورو وژنو کي هم د پاکستان هيواد پراخ لاس دی.

په ورته وخت کي د ختيځ ولايت لغمان امنيتي چارواکو هم د يو تن ځان مرګي بريد ګر د نيولو خبر ورکړی خو د نورو جزياتو په اړه يې رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا په تيرو نهو کلونو کي تر ټولو خونړۍ بريد و چي په ننګرهار کي ترسره سوی او ډير شمير خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي.

شمعه احمدزۍ/ ننګرهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل