1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جلال آباد: په درې چاودونو کې پنځه کسان مړه او ۲۷ ټپیان شوي

۱۳۹۵ آذر ۵, جمعه

د ننګرهار ولایت چارواکو ویلي دي چې د جمعې په ورځ په درې مختلفو چاودونو کې لږ تر لږه پنځه کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي. د پیښې مسولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

https://p.dw.com/p/2TFrX
Afghanistan Anschlag auf Indisches Konsulat in Dschalalabad
انځور: Reuters/Parwiz

عطاالله خوګیاڼي، د ننګرهار د ولایت د مقام ویاند د فرانسې خبري آژانس ته په دې هکله وویل: «نن سهار د جلال آباد ښار په مختلفو سیمو کې په درې چاودونو کې پنځه کسان شهیدان شوي دي.» خوګياڼي همدا راز وویل چې لومړنی چاودنه چې موټر بم چاودنه وه د ننګرهار ولایت د زندان د یو چارواکي، عبدالحکیم د کور مخې ته شوې ده چې په پایله کې یې نوموړی او یو ماشوم وژل شوي او شپږ تنه نور بیا ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا دوهمه چاودنه د اور وژنې د ادارې مخې ته شوې ده چې زیاتره له چاودنې وروسته پیښو ته رسیدګي کوي. هغه وايي چې په دې چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ۲۱ تنه نور بیا ټپیان شوي دي.

خوګیاڼی وویل چې دریمه چاودنه هغه مهال وشوه چې خلک د عبدالحکیم د کور مخې ته له چاودنې وروسته راټول شوي وو، خو په دې چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده پیښه شوې.

Afghanistan Anschlag in Jalalabad
انځور: picture alliance/abaca/K. Omid

د ننګرهار ولایت د عامه روغتون مشر، ډاکټر نجیب کامه وال د دغې مرګ ژوبلې پخلی کوي.

په افغانستان کې وروسته له هغه چې د ناټو د هوايي بریدونو په ملاتړ افغان امنیتي ځواکونو د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر وړاندې خپلو پوځي عملیاتو ته زور ورکړی، داعش ډلې هم د ملکي کسانو او دولتي چارواکو په نښه کولو سره په خپلو بریدونو کې ډیروالی راوستی دی.

تیره اونۍ  د یوې چاودنې په ترڅ کې چې په کابل کې یې د شیعه ګانو مذهبي مراسم په نښه کړل، ۲۷ کسان ووژل شول. د یادې پیښې مسولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

د تیرې اکتوبر په میاشت کې، یوه ځانمرګي بریدګر د جلال آباد په ښار کې د قومي مشرانو یوه غونډه په نښه کړه او شپږ کسان یې پکې ووژل. یادو مشرانو په دې ولایت کې د داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستې د جلبولو په موخه غونډه کړې وه.

جلال آباد ښار د ننګرهار ولایت د افغانستان په شرق کې د داعش ډلې یا اسلامي دولت یو له عمده پټنځایونو څخه دی. د داعش ترڅنګ په ننګرهار ولایت کې د طالبانو ډله هم ډیره فعاله ده.