د جزا د قانون په مسوده کې د اصلاح امر
۱۳۹۲ بهمن ۲۸, دوشنبهد اسوشیتد پرېس خبري آژانس د افغان ولسمشر د ویاند ایمل فیضي، له قوله د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبروري ۱۷مه) خبر ورکړی دی چې ولسمشر د جزا په نوي قانون کې د بدلون راوستلو امر کړی دی. ولسمشر دا گام د نړیوالې ټولنې د هغه خبرادري وروسته اخلي چې ویلي وو دغه نوی قانون د کورني تاوتریخوالي د قربانیانو د حقوقو د خوندي ساتنې په برخه کې محدودیتونه رامنځ ته کوي او «عدالت نه تأمینوي.»
د افغانستان پارلمان د جزایي قانون یو نوی طرزالعمل تصویب کړ چې له مخې یې د تورنو کسانو پر ضد د یوې کورنۍ د غړو د شهادت مخنیوی کوي. په داسې حال کې چې دغه نوی قانون د ولسمشر کرزي لاسلیکیدو ته په انتظار وو، د افغانستان د بشري حقونو یو شمیر ټولنو او د افغانستان نړیوالو متحدینو، لکه امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې په دې اړه خپلې جدي انديښنې څرگندې کړې. هغوی وایي: کله چې په یوه جنایي قضیه کې یوازيني شاهدان د کورنۍ خپل غړي وي او د شاهدۍ اجازه ونه لري، نو دغه قانون به عملا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پيښو پلټنې محدودې کړي.
د حامد کرزي ویاند ایمل فیضي، ویلي دي چې ولسمشر له انتقادونو او رپوټونو څخه «په ښه توگه» خبر وو او د دوشنبې د ورځې د کابینې په غونډه کې یې پریکړه وکړه چې دغه قانون باید بدلون ومومي.
ښاغلي فیضي له نوموړي خبري آژانس سره په مرکه کې زیاته کړې ده: «موږ به د دغه نوي قانون د نافذیدو امر تر هغې پورې ور نه کړو، تر څو په هغې کې اړین بدلونونه نه وي شوي.»
ایمل فیضي په خپلو خبرو کې پر دې خبره ټینگار کړی دی کله چې د عدلیې وزارت تصمیم ونیسي چې څرنگه د دغه قانون په متن کې اصلاحات راولي، دغه قانون به روښانه شي.
ایمل فیضي زیاته کړې ده: «دا قانون به د دې مانع نه شي، چې کوم یو خپلوان او یا د کورنۍ غړي د یو بل پر ضد گواهي ورکړي. دا پریکړه به په هغوی پورې اړه ولري. هغوی به په دې برخه کې آزادي ولري.»
د اسوشیتد پرېس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي، کله چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یوولسمې د پیښو وروسته د امریکا متحده ایالاتو د پوځي مداخلې په پایله کې د طالبانو رژیم نسکور شو، افغان ښځې له یو لړ پراخو مدني حقونو څخه بیرته برخمنې شوې. د ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې، کله چې په افغانستان کې طالبان واکمن ول، افغان ښځې له ډیرو مدني حقونو څخه بې برخې شوې وې.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نجونې ښوونځیو ته نه شوې تلای، ښځې دې مجبوریده کې چې په کور کښیني او د کور څخه د بهر تللو پر وخت چادري پر سر کړي.