1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني په پارلمان کي د افغانستان د ماموريت پر سر جرو بحثونه

۱۳۸۹ اردیبهشت ۹, پنجشنبه

يوازي د روان ميلادي کال د اپريل په مياشت کي اوه تنه آلماني عسکر په افغانستان کي وژل سوي، چي له دې امله بيا د آلمان په سیاسي او ګوندي کړیو کي په افغانستان کي د آلمانی عسکرو دماموريت په هکله جرو بحثونه او مشاجري تودې سوي.

https://p.dw.com/p/N9CJ
د المان په اتحادي پارلمان کي لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل او د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستر ويله
د المان په اتحادي پارلمان کي لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل او د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستر ويلهانځور: AP

خو د آلمان حکومت لکه دپخوا په شان نه غواړي، د هغه کسانو سره چي په افغانستان کي د آلماني عسکروماموريت ته په انتقادي نظر ګوري يا له دې ماموریت سره مخالف دي،مدلل جرو بحث وکړي.

د آلمان مسول چارواکي له دې څخه هم سترګي پټوي، چي د آلمان ډیری وګړي افغانستان ته د آلماني عسکرو دليږلو سره مخالفت کوي.

د دويچي ويلي خبرياله نینا ورک هايزر له برلين څخه په خپله راپور کي ليکي، چي د

المان په اتحادي پارلمان کي دکيڼ لاسو دګوند مشر ګریګوګيزي،غوښتنه داده، چي بايد الماني عسکر له افغانستان څخه ووځي.

که څه هم ګيزي د آلمان په اتحادي پارلمان کي د اقليت څخه استاذیتوب کوي.خو په ولس کي دده نظر د اکثريت نظر بلل کيږي.

د يوې احصايوي اولس پوښتني له مخه د المان د اولس لږ تر لږه په سلو کي دوشپېته وګړي وايي، چي بايد له افغانستان څخه الماني عسکر ووځي.

ګريګو ګيزي د المان پارلمان په يوه نسته کي د يوې وينا په ترځ کي وايي، څوک چي د اکثريت څخه استازيتوب کوي هغه ته د ليوني خطاب کيږي او بيا په همدې وخت کي کله چي نور وکيلان دده د خبرو مخه نيسي يو وکيل ته وايي. ښاغلي ليندنا تاسي کولای سی چي ماته د ليوني خيطاب وکړی. خو دا خبره ستا سويه ښي نه زما په هکله قضاوت.

د ګريګو ګيزي د وينا پر مهال د المان د لبرال ديموکرات د ګوند وکيل مارتين ليندنا دا چغه پورته کړه، چي ستا روهي درملنه پکارده.

دا هغه وخت و،چي ګيزي په يوه وينا کي وويل، هغه 4500 الماني عسکر، چي په افغانستان کي دي حتي د هغوی لپاره په کافي اندازه د روحي ناروغيو د درملنو لپاره ډاکټر نسته.

د المان د اتحادي پارلمان مشر نوربيرت لمرت د ليبرال ديموکرات د ګوند وکيل ليندنا ته ګوته نيسي او وايي، چي دغه راز ويناو ته په پارلمان کي ځای نسته.

«موږ کولای سو چي پر موضوع باندی انتقادي مساجرې وکړو خو نه داچي پر چا باندي شخصي تيری وسي.»

دغه راز جرو بحثونه او مساجرې ددې حقيقت ښکارندوي کوي،چي په المان کي د افغانستان په هکله د سالمو سياسي جرو بحثونو مخ نيول کيږي.

د المان د حکومت استدلال په دې برخه کي دادی، چي وايي ځني شيان دي چي هغه بايد تر سره سي.

حکومت داسي استدلال کوي، چي که چيري په افغانستان کي د ناټو عسکر نه وي د بيا رغوني چاري پر مخ نه ځي، طالبان به بيرته قدرت ته ورسيږي او کله چي هغوی راسي نو د نجونو ښوونځی به وتړل سي ا و دغه راز افغانستان به بيرته د ترهګرو په ځاله بدل سي، نو پدې سره به د المان امنيت هم له خطر سره مخامخ سي.

د المان لومړۍ وزيره انګيلا مير کل پخپله يوه وروستۍ وينا کي دافغانستان په هکله وايي، زموږ ددفاع د پوخواني وزير پيتر شتروک دا وينا، چي ويلي يې ول، زموږ د امنيت څخه بايد د هندوکش په لمنه کي دفاع وسي حقيقت لري او دده دغه خبره دا موضوع روښانه وي، چي ولي زموږ عسکر افغانستان ته استول سوي دي.

خو د لومړۍ وزيري دغه خبره د ګيزي د پاره ډير عمومي ښکاري او ګيزي وايي.

« اصلي خبره داده چي القاعده نور په افغانستان کي نسته، که چيري هغوی وي نو په پاکستان او نورو هيوادونو کي ناست دي. که خبره داوي چي موږ بايد د تروريز پر ضد وجګيږو نو موږ بايد په هغو ځايونو کي و جګيږو چي هلته ترورستان روزل کيږي، چي په دې صورت کي موږ پاکستان، يمن ، سوډان او سومالياته هم عسکر واستو. نو دا خبره ، چي ميرکل د شتروک د خولې څخه کوي سمه نه ده. القاعده نور په افغانستان کي شتون نه لري.»

Werkhäuser, Nina/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل