1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني په اردو کي 16000 ښځي په عسکري خدمت اخته دي

۱۳۸۸ دی ۲۱, دوشنبه

په 2001ميلادي کال کي دالمان په اردو کي يو مهم نوی فصل پيل شو. دلمړي ځل لپاره ښځو ته دوسله وال خدمت اجازه ورکړل شوه،اوداردو دروازې يي پر مخ خلاصي شوې

https://p.dw.com/p/LQKu
انځور: dpa - Bildarchiv

تردي وخته پوري هم ۴۰۰۰ښځو په پوځ کي کار کاوو خو زيادتره دروغتيا په چارو او دپوځ په موسيقۍ کي بوختي وي .

تانيا کرايل لدي ممانعت سره راضي نوه او په ۱۹۹۶ کال کي يي دوسلو دالکترونيک په ساحه کي دکار لپاره اردوته درخواست ورکړ خو ددي لپاره چي ښځه وه رده شوه .

نوتانيا کرايل داروپا ددي قانون په اساس چي دښځو اونارينه ووپه وړاندي د سره برابر اوعين سلوک تضمين کوي قضا ته مراجعه وکړه.اودا قضيه داروپا قضاته چي ناست ځاي يي په لوکسامبورګ کي دي راجع شوه .قاضيانو د۲۰۰۰کال دجنوري دمياشتي په ۱۱نيټه حکم وکړ.چي دالمان داساسي قانون۱۲الف ماده چي ښځو ته په عمومي ډول دوسلو دخدمت اجازه نه ورکوي داروپا له قانون سره توپيرلري .

اوس نو دالمان دحکومت وار وو، چي په اساسي قانون کي بدلون راولي. دابدلون راغي او دالمان داردو دروازه دښځو په مخ خلاصه شوه خو ښځي عسکري مکلفيت نه تيروي بلکه په خپله خوښه په پوځ کي کار کولاي شي .خو نارنه دعسکرۍ په تيرولو اويا دهغه پرځاي دټولنيزو خدمتونو په کولو مکلف دي. اوپه ۲۰۰۱ کال کي ښځو وکولاي شوي چي دټانکونودچلونکو، دجګړه مارولامبوزنو، اوپيلوتانو په حيث په زده کړه پيل وکړي .

لمړيو عسکرو ميرمنو چي په تولګيو کي يي خدمت ترسره کاوو ډيري ستونزي درلودي .ددوي په ځانونوکي عسکري دريشيګاني اوپه پښو يي موزي برابري نوي .اوپه قشلو کي لا ددوي لپاره بيل تشنابونه اوقاغوشونه بايد جوړ شوي واي .او ډيرو نارينه وو دوي ته دخدمت په ترسره کولوکي دشک په سترګه کتل .

اود ښځو عسکرو به برخه کي دامخکيني قضاوت موجود وو چي دوي په قيد اوشرط سره دعسکرۍ د بيلو بيلو خدمتونودکولو لپاره مناسبي دي .اونارينه وو دخدماتو ماموريت ته شکايت کاوو، چي ولي ښځوته ددي اجازه شته چي خپل ويښتان اوږده پريږدي .او ښځو لدينه شکايت کاوو چي دښځو لپاره دهغو درتبي اومقام سره سم نومونه نشته بلکه هغوته ميرمن وړي ظابطي، او ياميرمن تورني ويل کيږي .

اوس وروسته له لسو کالو څخه عسکره ښځه عادي شوي اونوره خاصه پاملرنه نه ورته کيږي. او اوس دالمان داردودلنډي مودي، اودمسلکي عسکرو په سلوکي ۹برخه ښځي جوړوي .چي شمير يي ۱۶ زروته رسيږي .دوي په بهرنيو هيوادونوکي دالمان په اردوکي خدمت کوي، ټانکونه چلوي ، اود تورنادو الوتکو پيلوتاني دي .دالمان اردو غواړي چي په پوځ کي دښځو شمير زيات کړي ځکه چي ماهر پرسونل ته ډيره اړه لري .

دالمان داردو دټولنيزي پوهي دانستيتوت دوينا له مخي ښځو په ټوليو کي دکارفضا بهتره کړيده. خو سره له هغه چي اوس ښځي په پوځ ښي ورګډي شويدي، خوبيا هم هرڅه هغسي چي بايد وي ندي نو۳۶ کسه ښځي دښځو اونارينه ووعسکروسره دبرابرچلند لپاره ماموري شويدي .