1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د جرمني پر قونسلګرۍ بريد په پاکستان کي پلان سوی ؤ»

۱۳۹۵ آبان ۳۰, یکشنبه

په مزار شريف کي د آلمان پر قونسلګرۍ خونړی بريد شپږ مياشتي مخکي په پاکستان کي پلان سوی ؤ. د آلمان يوې ورځپاڼي په دې تړاو يو راپور خپور کړی دی.

https://p.dw.com/p/2SxkN
Afghanistan Explosion in der Nähe des deutschen Konsulatsbüros in Mazar-i-Sharif
انځور: Reuters/A. Usyan

د افغانستان په مزار شريف کي د آلمان پر قونسلګرۍ په خونړي بريد کي ۶ انسانان وژل سوي او ۱۲۸ نور ژوبل سوي ول. د دغه بريد وروسته طالبانو ويلي ول چي بريد د دوی له خوا تر سره سوی ؤ.

د يوې آلمانۍ ورځپاڼې «بلډ ام زونټاګ» د يو تازه راپور له مخي د مزار شريف دغه بريد تر هغه څخه زيات وخت مخکي پلان سوی ؤ، لکه په هکله چي يې اټکل سوی ؤ. يادي ورځپاڼي په دې تړاو راپور د خپلې يکشنبې د ورځي (د ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۱۱مه نېټه) په ګڼه کي خپور کړی دی.

د روانې مېلادي مياشتي په پېل کي دغه خونړی بريد په داسي توګه تر سره سو چي لومړی يو ځانمرګی بريد کوونکی د خپل په بارودو بار موټر سره د قونسلګرۍ دننه چاودنه وکړه. د نوامبر د ۱۰ مي په دغه بءيد کي دوه نور بريد کوونکي ووژل سول او يو بل د پوليسو له خوا ژوندی ونيول سو.

آلماني ځواکونه

کله چي د بريد وروسته طالبانو د دغه بريد پړه په غاړه واخيسته، نو يې وويل چي دغه بريد يې د قندوز د بريد د غچ اخيستنې په مقصد کړی دی. طالبانو هغه وخت ادعا کړې وه چي ګواکي د قندوز هوايي بريد چي د امریکايانو له خوا تر سره سوی ؤ، استخباراتي معلومات يې له آلماني ځواکونو تر لاسه کړي ول. د قندوز په دغه پېښه کي ۳۰ ولسي کسان وژل سوي ول.

د «بلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې راپور د طالبانو هغه ادعا تر سوال لاندي راولي چي د مزار شريف بريد يې د قندوز د هوايي بمبارۍ د غچ اخيستنې په مقصد کړی ؤ. هغه په د وجه چي د افغان امنيتي کسانو له خوا د مزار شريف په بريد کي ښکېل يو وسله وال ژوندی نيول سوی ؤ او هغه پوليسو ته د دغه بريد د تياري نيولو په هکله بېل معلومات ورکړي دي.

د نيول سوي وسله وال کس له خوا پوليسو ته ويل سوي چي طالبانو هغه شپږ مياشتي تر مخه  وسله والو څو کسانو سره يو ځای شپږ مياشتي مخکي په پاکستان کي جلب کړی ؤ. ورځپاڼي د خپلو دغو معلوماتو منبع دپلوماتيکي منابع ښودلي دي.

د يادي آلمانۍ ورځپاڼي د راپور له مخي د دغه بريد وروسته په عملياتو کي تر هغو څخه زياتو آلماني عسکرو برخه اخيسته وه، لکه مخکي چي ويل سوي ول. د دغه بريد څخه لږ وخت وروسته د ځانګړو آلماني قواوو (KSK) عسکر د پيښي ځای ته رسېدلي ول.

د عيني شاهدانو په وينا د دغه بريد څخه وروسته آلماني چارواکي دغه ځای ته ورغلي ول او هلته يې حساس اسناد له منځه وړي ول. په راپور کي راغلي چي دغه ډول د اسنادو له منځه وړنه د داسو پيښو وروسته عادي عمل دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.01.2016):