1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني نفوس مخ پر کميدو دی

۱۳۸۸ مرداد ۸, پنجشنبه

ځکه چه دلته ورځ په ورځ لږ کوچنيان زيږي . داخبره د اروپا په سطح په هغه کوچنۍ سرشميرنه ، چه پرون په برلين کښي خپره سول ،راغلې ده . په دغه سرشميرنه کښي د 260000 ښځو څخه پوښتني سوي وې ...

https://p.dw.com/p/J0FX

په المان کي په زياتيدونکي ډول سره ښځي بې اولاده پاته کيږي . همدااوس د40کلنو او44کلنو ښځوترمنځ هره پنځمه ښځه اولاد نلري . خود30او34کلنو ترمنځ دبي اولاده ښځو شمير په سلو کي43ته رسيږي .

دمرکزي احصايې داداري څانګي مشره ميرمن بيتينا زومرپدې اړه وايي،«البته چي ددغو ښځو له ډلي څخه به ځيني ميندي شي ،خواوس سړی نسي ويلای چي څومره . مګر په ډاډسره ويل کيدای شي چي داولادداره ښځو تعداد به دپخوانيو ښځوڅخه چي ددوی په عمر وې، ډير نه وي . ځکه نو دبي اولاده پاته کيدو پر لوري تمايل، ورځ په ورځ ډيريږي . »

د2008 کال دکمکۍ سرشميرني په وخت کي دلمړي ځل لپاره مرکزي احصايې ،له 15نه تر75کلنو ښځو څخه ددوی داولادونو دشمير په هکله پوښتنه وکړه . ددې شميرني د نتايجو څخه څرګنديږي چي ، په جرمني کي دماشومانو زيږيدل ورځ په ورځ کميږي . ددې معنی داده چي په مجموعي ډول دزيږيدنو شمير لږ شويدی .

دمرکزي احصايې مشر رودريښ اِګلر وايي چي مګردختيځ اولويديز المان ترمنځ ددي شميرنو له مخي توپيرونه موجود دي .

دی زياتوي ، «پدې برخه کي له ټولوڅخه زيادتره دکورنۍ بيل بيل سياستونه اودژوندانه بيلي بيلي طرحي د جرمني دويش په وخت کي دالمان په ډيموکراتيک جمهوريت، اوپه لويديز المان کي سړی ليدلای شوای . »

همدغه ډول دښارونو او کليوالو سيمو ترمنځ هم پدې برخه کي توپير سته . په ښاري ناحيو کي دکليو په پرتله بې اولادي زياته ده .

اِګلر په دې هکله بيا وايي ، « دځوانو ښځوترمنځ چي عمرونه يي د25 او34کلونو ترمنځ دي، په ښاري سيموکي بي اولادي په سلوکي 62ته رسيږي . پداسي حال کي چي په دغو عمرونو دبې اولاده ښځو شمير په کليوالوسيموکي په سلوکي 47دی، اوپدې ډول له ښاري ښځوڅخه ډيري کمتره کليواله ښځي بې اولاده دي . »

له ټولو څخه دبې اولاده ښځو شمير په ښاري ايالتونو،يا لويو ښاروکي ډير دی، چي پدې برخه کي هامبورګ له ټو لو نورو ځايونو څخه مخکي دی .

داولاد نه درلودلو سمبول ،چه يوې ښځي د کوچني پر ځای ټيډي (ناوکۍ) په غيږ کښي نيولې ده
داولاد نه درلودلو سمبول ،چه يوې ښځي د کوچني پر ځای ټيډي (ناوکۍ) په غيږ کښي نيولې دهانځور: dpa - Bildarchiv

البته چي داولاد په لرلو کي زده کړه اوتحصيل هم ستر نقش لوبوي . په عمومي ډول هرڅومره چي دښځو تحصيل ډيروي په همغه اندازه يې دماشومانو شمير کم وي .

د جرمني په لويديزه برخه کي دهغو ميرمنو له جملي څخه چي په پوهنتون کي يې تحصيل کړيدی په سلوکي 28 بي اولاده دي .

اِګلر پدي اړه وايي ، « په ختيځ کي وضعه بله څيره لري .هلته دلوړو تحصيلاتو لرونکو ښځو له ډلي څخه يوازي په سلوکي 9 بې اولاده دي . نودامعيارچي په لويديز کي چليږي چي دلوړو تحصيلاتولرونکي ښځي زيادتره بي اولاده پاته کيږي ،په ختيځ کي نسته . »

په جرمني کي داوسيدونکو ښځو 15 فيصده دې هيواد ته راغلي کډوالي او مهاجريني دي . دوی دخپل ژوندانه لويه برخه په يوو بل هيواد، او بله ټولنه کي چي نور دود دستورونه يې درلودل اودښځو نقش بل ډول ؤ، تيره کړيده .

دهغه عواقب هم دپاملرني وړدي ،اګلروايي ، « داولادزيږولو په برخه کي ددوی سلوک له هغو ښځو څخه چي د نورو هيوادو څخه ندي راغلي توپير لري . په نتيجه کي دوی په ندرت سره بې اولاده دي ،پداسي حال کي چي په جرمني کي دزيږيدلو ښځوچي عمرونه يې اوس د 35 او44کالوترمنځ دی 25فيصده اولادنلري . دکډوالو پدې عمر ښځوترمنځ يوازي په سلوکي 13 بي اولاده دي . »

دمهاجرينو په منځ کي دالماني ټولني دکورنيو په تناسب،د ډيرو اولادو درلودونکي کورنۍ هم ډيري زياتي دي . دهرو لسو المان ته رامهاجرو شويو ښځوله جملې څخه يوه څلور، اويا تر هغه هم ډير اولادونه لري .

دغوسرشميرونکوچي دکورنيودغړو دشمير په هکله يې ارقام راټول کړيدي،پدې هکله چي څومره نارينه بې اولاده دي، معلومات نه غوښتل .

مارکس بيټينا/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري