1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني سوسيال ديموکراټان په خپل ګوندکښی تحول غواړي

۱۳۸۸ آبان ۲۲, جمعه

د جرمني په پارلماني انتخاباتو کښی د سوسيال ديموکراټانو تر سختي ماتي وروسته ،دوی اوس په يوې درې ورځنۍ کنګره کښي کي کوښښ کوي ،چه د خپل ګوند داوسني حالت او په هغه کښی د تحولاتو په باب خبري وکي

https://p.dw.com/p/KWGt
انځور: AP

له پارلمانی ټاکنو نه څو ورځې وروسته په برلين کې د استازو په ماڼۍ کې. د دوهم پوړ په يوه لوی سالون کې د آأمان د سوسيال ديموکرات ګوند کيڼ اړخي رابلل شويدی. له ناحيو څخه غړی راغلی، غړی اوکارکوونکی، یعنی د ګوند بنسټيز کسان، څو خبرې اترې سره وکړی چې په راتلونکو ټاکنو کې څه وکړی.

په همدې ماښام له برلين - کرويخبيرګ څخه کوردولا دراوتڅ هم له دوی سره ده. دغه 28 کلنه ګوندی څيړونکې د دريزدن د کنګرې غړې وه. دا وايی چې « زما خلق تنګ شوی دی». له يوې خوا دا د ټاکنو له خرابې پايلې څخه نا اميده شوې او د ګوند له حالت څخه خپه ده، خو:

«له بله پلوه سړی وينی چې په ګوند کې ډيرشيان په خوځيدو راغلي، دا چې ډيرې ناحيې تر بنسټه بيرته نوې پيل کيږی، خبرې اترې کوی او خبرو ته مينه لری او دا به حتماً په کنګره کې په زړه پورې وی او موږ هيله لروچې په زړه پورې خبرې وی چې بيا په پای کې يې سړی داسې پايله ووينی، چې موږ بيرته پرمختګ ته بيايې.»

هغه پايله چې ښکاره ده، داده چې په دريزدن کې به نوې مشرتابه کميټه وټاکل شی. په تير اييتلاف کې د چاپيريال وزير زيګمار ګابرييل بايد د ګوند نوی مشر شی. د ده په څنګ کې به »اندرييا ناهليس سکرتر جنراله شی. ګابرييل د ګوند غړو ته په يوه ليک کې د مشرتابه په تيروتنو اعتراف کړی او ښه والی يې ستايلی دی.

« زموږ غړي چې د ګوند غړي کيږی، چې د دې امکان برابروی چې دوی اصلاً څه غواړی، کله چې يوه ګوند ته ورننوځي، يعنې په پريکړو کې برخه اخلی او پريکړې کوی،څرنګه چې د يوه ګوند له بهير نه ښکاری.»

د کوردولا دراوتڅ لپاره د نوی والی څپه نه يوازې د ګوند د مشرتابه لپاره ده بلکې د بنسټ لپاره يې هم ده.

« سړی بايد وړانديزونه وکړی، د دې هيله زه له مشرتاپه نه د ګوند په عمومی غونډه کې لرم.»

د سويال ديموکرات ګوند 525 تنه غړي به دری ورځې په دريزدن کې سره خبرې اترې وکړی. د افغانستان د مأموريت په هکله، د اوړګاډی د شخصی کولو، د ټولنيز قانون او د په 67 کلنۍ د تقاعد په هکله. او واضح ده چې د ګوند د حالت په اړه. سوسيال ديموکرات ګوند په تيرو لسو کلونو کې لس مليونه ټاکونکی له لاسه ورکړی دی. د فورسا د استيتوت د ټولپوښتنو له مخې ، سوسيال ديموکرات ګوند لاهم په سلو کې په ښلو کې دی .

بيټينا/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی : محمد قاسم نوري