1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د پروتستانتو د کليساو مشري استعفا کړې

۱۳۸۸ اسفند ۶, پنجشنبه

د مېرمن مارګوت کيسمن د استعفا له امله ډيری جرمنيان خواشيني دي...

https://p.dw.com/p/MAlt
مېرمن مارګوت کيسمن
مېرمن مارګوت کيسمنانځور: dpa

له پلازمېنې برلين څخه بيتينا مارکس راليکي، په برلين کې د مارگات کېسمن Margot Käßmann د استعفی په هکله د نظر يووالی موجود دئ. له ټولو گوندونو څخه سياستمدارانو د پروټستانتو د کليسا د شورا د مشرې پر دې هوډ او پرېکړه باندې خواشيني ښکاره کړې، چې له خپلو ټولو دندو څخه يې لاس واخيست. ميرمن کيسمن Käßmann وروسته له هغه، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ د مياشتې په شلمه نېټه، په داسې حال کې چې شراب يې څښلي وو، له خپل سرکاري موټر سره تر سره اشاره تېره او د ترافيکو لخوا ونيول شوه، استعفی وکوله.

له حکومتي ټلوالې څخه د کليساوو د چارو مسئولې ميرمن ماريا فلخسبارت Maria Flachsbarth په دې اړوند څرگنده کړې، چې په آلمان کې د پروټستانتو کليسا له دې سره داسې يوه سراسقفه له لاسه ورکوي، کومې چې د خپلې ډلې له پولو څخه تېر وياړ او اعتبار تر لاسه کړی وو. د آلمان د فدرالي شورا مرستيال مشر وولفگنگ تيرزه Wolfgang Thierse هم خپله ژوره خواشيني څرگنده کړې او وايي:

«هيله لرم، چې اوس دا پرېکړه، لکه خپله د پېښې په شان، د آلمان د خلکو تر منځ زياته په زيانمه توگه سره ونه شاربل شي. هغه کسان چې له نورو څخه د مثال نمونې جوړونې ته تيار او سمدلاسه ژورې پايلې غواړي، بايد دې ته هم فکر وکوي، چې لوړ پوړي او نامتو کسان هم له سهوې او غلطۍ څخه خالي نه دي. خو متاسفانه چې هغوی، يعنی مخکې ياد شوي کسان، هم ځانونه حقيقي انسانان بولي.»

د کين اړخو گوندونو مذهبي وياند بودو رامېلوو Bodo Ramelow په ډاگه کړې: کيسمن په آلمان کې د پروټستانت کليسا يو غيرتي غږ وو، چې په ټولنيزه لانجو کې يې ښکاره خبرې کولې. ده هيله څرگنده کړې، چې دا بهير، کوم چې دې په لار اچولی، د دې نه وروسته راتلونکي کس لخوا هم په ټولنيزه چال چلند کې په کار واچول شي.

د سوسيال دموکرات گوند مشر زيگمار گابريل وويل، دی د کيسمن پر استعفی باندې ډېر افسوس کوي، ځکه ده نوموړې د يووالي او پياوړي شخصيت د پاره يوه د بارو وړ مدافع وکيله پېژندله، کومې چې د ژوند له تجربو سره روحاني وړتيا ته اړوند ورکړی وو. کيسمن تل دا غيرت ښوودلی، چې په پروټستانت کليسا کي د هېواد د پاره د اهميت وړ بحثونه رامنځ ته کړي. هيله لري، چې نوموړې به دې ډول چارو ته دوام ورکوي. د شنو له گوند څخه پارلماني استازې کترين گورينگ-ايکارت Katrin Göring-Eckart په برلين کې جوته کړه:

«تاسې ما نن ورځ د مارگات کيسمن Margot Käsßmann د استعفی له کبله سخته خواشينې وينئ. دې د آلمان پروټستانت ته په خپل استعداد سره مستقيم لوری، او په خپل غږ سره عدالت او اعتبار بخښلی وو. د دې څه نيمگړتيا به رامنځ ته کيږي. د دې دا چارې موږ ته د احترام وړ او پرمخ به يې بيايو.»

کاتوليک مذهبه کليسا هم په دې اړوند افسوس په ډاگه کړی. د کاتوليکو اسقفانو د کانفرانس مشر سراسقف رابرت څولتيښ Robert Zollitsch د فرايبورگ په ښاره کې وويل:

زه پخپله د ميرمن ډاکتر کيسمن د استعفی له کبله افسوس کوم. زه نوموړې د داسې يوه انسان په توگه پېژنم، چې مسئوليت اخيستنې ته چمتو او خپله دنده يې ښه پېژندله. زه پخپله د دې د پرېکړې دليلونه ښه پوهېږم او پرېکړې ته يې د درناوي په سترگه گورم. زه په خپل عبادت کې ورته دعاکوم او له دې کړکېچن او سخت حالت څخه د وتلو متره ورته غواړم.»

Marx, Bettin/ محمد عارف

کتونکی. زيارمل