1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د يکشنبې د انتخاباتو له کبله عکس العملونه

۱۳۸۸ مهر ۷, سه‌شنبه

ډيرو حکومتي او سياسي مشرانو صدراعظمي ميرکل ته د يکشنبې په انتخاباتو کښي ددې ددوهم واري برياليتوب له کبله مبارکي وويله، او د واشنګټن لخوا هم د مبارکۍ پيغامونه رارسيدلي دي

https://p.dw.com/p/JtsX
دامريکا جمهوررييس بارک اوباما صدراعظمي ميرکل ته په تليفون کي ددې ددوهم واري برياليتوب له کبله مبارکي وايي
دامريکا جمهوررييس بارک اوباما صدراعظمي ميرکل ته په تليفون کي ددې ددوهم واري برياليتوب له کبله مبارکي واييانځور: dpa

له واشنګټن څخه مهم اولمړنی عکس العمل هماغه شپه راورسيدۍ . دامريکا جمهوررييس اوباما صدراعظمي ميرکل ته په تليفون کي ددې ددوهم واري برياليتوب له کبله مبارکي وويله . لکه هسي چي دسپيني ماڼۍ لخوادورکړل شوي مطبوعاتي اعلاميې څخه څرګنديږي، دوی پرته له معمولي خبرو څخه چي دانتخاباتو په شپو کښي تبادله کيږي، بل څه ندي ويلي . اوباما څرګنده کړيده چي دی لدينه چي له ميرمن ميرکل سره ګډکارته دوام ورکولای شي خوشحاله دی ، ځکه جرمني اودامريکا متحده ايالتونه نژدې ملګري دي اوپه ګډه سره په نړۍکي دسولي، آزادۍ، اولوړاوهوساژوندلپاره کوشش کوي .

خو داوباما لخواشخصاً او ژر عکس العمل ، ښيي چي دی د جرمني اودامريکا ترمنځ ښواړيکوته ډير علاقه مند دی .ناظرين پر دې ډاډه دي چي، تر مبارکيو وروسته به دامريکا متحده ايالتونه دالمان د نوي حکومت څخه ځني تقاضاوي هم وکړي . دڅومياشتو راهيسي فکرکيږي چي دامريکا متحده ايالتونه به تر انتخاباتو وروسته نوي حکومت ته مراجعه وکړي اوپوښتنه به وکړي چي آيا جرمني نه غواړي دامريکا متحده ايالتونوسره په افغانستان کي زيادتره مرسته وکړي .اوکه بيا منفي ځواب ورکول شي، نودامريکا متحده ايالتونه به داسي وانګيري چي دتورو اوژيړو حکومت دومره ژر له افغانستان څخه دخپلو پوځونو دايستلوپه فکرکي ندي .

د جرمني په پارلمان کښي د هر حزب سهم
د جرمني په پارلمان کښي د هر حزب سهم

ممکن دامريکايۍ بنديخاني ګوانتانامو دبنديانودمنلو په برخه کي چي تراوسه المان غاړه ورڅخه غړولې ده ، هم تقاضا وشي . خو دامريکا حکومت په ډاډسره ميرکل ته هغه څه ورپيادکړي چي دجون په مياشت کي يي آمريکا ته دسفر په وخت کي ويلي وه:

« جرمني به له خپل مسوليت څخه ځان ونه باسي .مونږ روغي ته درسيدولپاره کار کوو،اوزه ډاډه يم چي دابه نتيجه هم ورکړي. »

اوباماچي د جرمني د انتخاباتي مبارزې رعايت يي کاوو،يوازي دومره ويلي دي چي، طبعاً دالمان امنيتي علاقې تر ټولو دمخه دي . اوپدې باندي دی پوهيږي .

خوپدې منځ کي اوباما ډير ترفشار لاندي راغلی دي ،ځکه چي د2010کال په پيل کي دګوانتانامودتړلو مهال ويش نورنسي عملي کيدلای . او پدې برخه کي دی ددباندي څخه هرډول مرستي ته اړتيا لري .

امريکايي ناظرين پدې عقيده دي چي، دمسيحي ديموکرات اودآزاد ديموکرات دګوندونو دحکومت په وخت کي به دالمان او امريکا مناسبات لاپسي نژدې شي . امريکايي رسنۍ دآزاد ديموکرات ګوند دامريکا ملګري بولي، او وايي چي داقتصاد او سياست په برخه کي به ددې هيوادو اړيکي ډيري سره نژدي شي .

خوډيريو ته معلومه نده چي دبهرنيو چارو دنوي وزير ګيدو ويستر ويلي څخه څه انتظارلرلی شي . اوهغه څه چي دوسترويلي لپاره په خارجي سياست کي تقدم لري، معلومه نده.

دوال ستريت ژورنال ورځپاڼه دې ته اشاره کوي چي : ده تراوسه دخارجي سياست په هکله هيڅکله څه ندي ويلي . وسترويلي له نوموړي ورځپاڼي سره په مرکه کي پخوا له ټاکنو څخه يوازي دومره ويلي وه ،چي دی دانګيلاميرکل دعمومي خارجي سياست ملاتړکوي .

د بلي خوا بيا داروپايي کمسيون غړي هيوادونه پر انتخاباتوباندي اصولا تبصره نکوي .ځکه چي دبي طرفۍسخت رعايت بايد وکړي . دکمسيون يوه غړي د جرمني دانتخاباتوپه اړه يوازي دومره وويلي چي، دکمسيون مشر بارسو به کله چي دالمان حکومت په رسمي ډول په کار پيل وکړي هغه ته مبارکي ووايي . خو داروپايي جرګي اوسنی مشر اودسويدن محافظه کاره لمړي وزير فريدريک راينفلد دسويدن په راډيو کي دالمان دستر اتلاف دپای ته رسيدو په هکله د ډيررضايت له څرګندولو سره څرګندوني کړيدي . راين فلد ويلي ،

«داروپا په مالي بحران کي جرمني ته ډير زيات تاوان رسيدلی دی .دغه هيواد ډير پوروړی دی اوډيرو سمښتونوته اړه لري . ددې ربړو په هکله نوموړي مجبوري اتلاف ډير بحثونه کړي وو، خويوازي دهغه ديوې برخي په له منځه وړلوبريالی شوی وو. زه فکرکوم چي المانيانويو سمښت راوستونکي حکومت ټاکلی دی . چي دنوموړي هيواد داقتصادي سياليو قوت به ډيري کړي .

همدغه ډول داروپا دپارلمان دمبارکۍ په پيغام کي هم اقتصادي سياست ته په سرکي ځای ورکول شويدی . مسيحي ديموکراتان لدې نوي حکومت څخه ددې انتظارلري چي« په ټولي اروپايي ټولنه کي مهم اقتصادي اوسياسي تحرک منځته راوړي ». داروپا په پارلمان کي دليبرالانو دډلي مشر ګاي فرهوفشتت دالمان دليبرال ګوند يعني دآزاد ديمو کرات د ګوند مشر ګيدو وستروله ته په انتخاباتو کي دلوی برياليتوب مبارکي ويلي ده . او ويلي يي دي چي په اروپايي پارلمان کي هم دليبرالانو شمير ډير شوي، او دجون دمياشتي په ټاکنوکي يي ډيري رايي ترلاسه کړيدي .فرهوفشتت زياته کړيده چي، المان په تګلاري، کي بدلون اوداسي حکومت ته اړه لري چي، ځان په تشديدي ډول داقتصادي بحران له تاثيراتو ، بيکارۍاودودي دبيا منځته راوړلو باندي مصروف کړي .

په اروپايي ټولنه کي انتظارونه داروپا له تولوڅخه مهم ملي اقتصاديعني المان څخه داقتصادي سياست به برخه کي دي . ډيري هيله لري چي په المان کي به اصلاحات ټولي اروپاته له اقتصادي بحران څخه په ژر راوتلو کي مرسته وکړي .

که څه هم اروپايي کمسيون پخپله ځان دټاکنوپه هکله څرګندونوڅخه ګوښه کوي، خو سره له هغه هم ديته علاقه لري چي دانوی حکومت به داوپل په برخه کي څنګه عمل وکړي . نور هيوادونه لدينه داريږي چي المان به د دولتي پيسو په واسطه داوپل فابريکي دنورواروپايي هيوادونو په ضرروساتي . دکمسيون وياند جانتان تود ويلي دي چي بايد داروپايي ټولني دسياليو دمقرراتو رعايت وشي . تود زياته کړيده چي :کمسيون به په ډير دقت سره وګوري چي اوپل ته کومي مرستي کيږي . هغه وخت چي دالمان حکومت په دقيق ډول ووايي چي څه په پام کي لري، مونږبه غورپرې وکړو. اومونږ پدي مسله کي دالمان له حکومت سره دسلامشورو په حال کي پاته کيږو .

پدې پوښتنه کي به هم د جرمني نوی حکومت نور اروپايي هيوادونه آرامه کړي، ولي چي دآزاد ديموکرات ګوند به چي په بازار باندي ډير متمرکزدی، پام وکړي چي پوروړو تصديو ته دولتي مرستي له حده تيري نشی .

زابينه/ رحیله اميري

کتونکي : محمد قاسم نوري