1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د نوي حکومت بهرنۍ تګلاره

۱۳۸۸ مهر ۷, سه‌شنبه

په ډېرو ټکو کې ليبرالان د بهرني او امنيتي سياست په برخه کې له مسيحي دموکراتانو سره همغږي دي، خو په ټولو موضوعگانو کې داسې نه ده...

https://p.dw.com/p/Jstn
لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل او د ليبرال ډيموکراټ ګوند مشر ويستر ويله
لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل او د ليبرال ډيموکراټ ګوند مشر ويستر ويلهانځور: AP

په دې کې د مثال په ډول د افغانستان سياست هم راځي: د اف دي پي گوند مشر گيدو ويستروېلهء وايي چې په عمومي ډول د لوی ايتلاف لاره سمه وه، خو د افغانستان د بيا رغاونې په برخه کې تېروتنې شوې دي. دی ډېرې نيوکې کوي، ځکه چې د آلمان حکومت د پوليسو په روزنه کې خپلې ژمنې نه دي په ځای کړي.

«موږ تقريبا پنځوس په سلو کې مسووليتونه ادا کړي دي چې د آلمان حکومت په بين المللي سطح منلي دي. سړی بايد د پوليسو د نظام جوړول نور له پامه ونه غورځوو».

ويستروېلهء له افغانستان څخه د يوې ليدنې کتنې وروسته هېښ او حيران پاته و چې د دغسې يو لوی هېواد دپاره څومره لږ د پوليسو روزونکي موظف شوي دي. کله چې افغان پوليس او ملي اردو روزل شوي وي به د ناټو او ايساف ځواکونه وکولی شي، چې له هېواد څخه ووځي. د آلمان د پوځ ناببره وتل افغانستان په خطر کې اچوي او د آلمان امنيت ته هم گواښ پېښوي. په دغو ټکو کې د بهرنيو چارو د وزارت نوماند له لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل سره همنظره دی:

«موږ غواړو چې د آلمان پوځ بايد ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي، خو دا کار بايد په وارخطايۍ او بيړې سره ونه شي».

د نوي ايتلاف راتلونکي ملگري په لبنان کې د آلمان پوځ د ماموريت په اړه بېل نظرونه لري. اف دي پي په پارلمان کې د دغه ماموريت په ضد رايه ورکړې ده، په دې استدلال چې آلماني عسکر بايد نژدې ختيځ ته وانه ستول شي. له درې کاله ماموريت پس کېدای شي چې د آلمان د سمندري ځواکونو دغه دنده د لبنان سواحلو ته ورڅېرمه له سره وڅېړل شي، په داسې حال کې چې گڼ شمېر کتونکي دغه ماموريت غير موثر بولي.

د آلمان د پوځ موضوع نورې ناندرۍ هم راپورته کړې دي: اف دي پي غواړي چې عسکري مکلفيت د منځه يوسي، خو سي دي يو په ټينگار سره عسکري مکلفيت غواړي. اف دي پي په خپله انتخاباتي تگلاره کې عسکري مکلفيت «غير عادلانه» وبالهء. اف دي پي داسې يو پوځ غواړي چې خلک په کې په خپله خوښه د عسکرۍ کسب غوره کوي، خو د سي دي يو گوند پورې مربوط د دفاع وزير فرانڅ يوزف يونگ دغه غوښتنه په کلکې سره ردوي.

اف دي پي همداراز د آلمان بهرنی سياست د بې وسلې کولو په برخه کې هم ډېر ټکنی بولي. گيدو ويستروېله له ټاکنو مخکې په جرئت سره ويلي وو چې پاته امریکايي اتومي وسلې به د راتونکې دورې پر مهال له آلمان څخه لېرې شي. د دهء د صلاحيت په وخت کې به د بې وسلې کولو سياست د آلمان د بهرنۍ تگلارې يوه ځانگړتيا وي:

«اوس بايد داسې يو وخت راشي، چې له کلونو کلونو په وسلو د ځان سمبالولو وروسته بايد د آلمان او اروپا د بهرني سياست له اړخه د بې وسلې کولو کمپاينونه په ټوله نړۍ کې پيل شي. دا زموږ د ليبرال دموکراتانو د بهرني او اروپايي سياست اصلي زړی دی».

Werkhäuser, Nina/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل