1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د جرمني د دورتموند فوټبال کلب پر سرويس موټر چاودنه سوې

۱۳۹۶ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

د جرمني د بروسيا دورتموند فوټبال لوبډلي سرويس موټر ته څيرمه درې چاودېدونکي توکي چاودلي دي. موټر له هوټل څخه لوبغالي ته روان وو او لوبغاړي هم پکښې سپاره ول.

https://p.dw.com/p/2b5D2
Explosion am BVB Bus
انځور: Reuters/K. Pfaffenbach

د دورتمند ښار د پوليسو د معلوماتو له مخي سرويس موټر ته نژدې د سه شنبې (۲۰۱۷م کال د اپريل ۱۱مه) په ماښام درې چاودېدونکي توکي چاودلي دي. ويل سوي دي چي د سرويس دواړه اړخونه زيانمن سوي دي او يو تن ټپي روغتون ته انتقال سوی دئ.

په پام کي وه چه د جرمني بروسيا دورتموند فوټبال لوبډلي د جرمني پر وخت ماښام ۸:۴۵ دقيقې د اروپا د اتلانو (چمپينس ليګ) په سياليو کي د فرانسې له آې سي موناکو لوبډلي سره سيالي وکړي.

د لوبغاړو سرويس موټر ته څیرمه چاودني هغه مهال سوي چي موټر د لوبغالي پر لور د حرکت په حال کي وو.

بروسيا دورتموند اعلان کړی دئ چي لوبه سبا ته ځنډول سوې ده. د وروستيو راپورونو له مخي د لوبغاړو په سرويس کي يو لوبغاړی ټپي سوی دئ.

Explosionen an BVB-Bus
انځور: picture alliance/dpa/C.Linhoff

دورتموند فوټبال کلب د تويتر له لاري تائيد کړې ده چي د دوی يو هسپانوی لوبغاړی بارترا په دغه پيښه کي ټپي سوی او روغتون ته انتقال سوی دئ او نور ټول لوبغاړي خوندي ځای ته انتقال سوي او روغ رمټ دي.

له لوبغالي ټول ننداره کوونکي بيرته د خپلو کورنو پر لور حرکت کړی او د لوبي ليدو ته به سبا بيرته

د چاودنو علت  تر اوسه پوري روښانه نه دئ. پوليسو له اوسېدونکو غوښتي دي چي د پيښي په اړه له ګوماني څرګنډونو څخه ډډه وکړي.