1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د دفاع وزير کندوز ته رسېدلی

۱۳۸۹ فروردین ۲۵, چهارشنبه

په کندوز کي کابو دوې اونۍ له سختو نښتو څخه وروسته، چي په نتيجه کي يې درې آلماني سرتيري ووژل سول، د خپلو سرتيرو څخه د خپل ملاتړ د ښودلو د نښانې په توګه د دفاع وزير کارل تيودور څوګوتبرګ نوموړي ولايت ته تللی دی...

https://p.dw.com/p/MwBL

د افغانستان په شمال کي له آلماني سره تيرو سره د ليدني کتني په وخت کي څوګوتنبرګ وويل: «د هغه لپاره مهمه دا ده چي د عمل په ډګر کي نارينه او ښځينه سرتيرو ته وښودل شي د هغوي د هيواد سياسي مشري د هغوی له ماموريت څخه ملاتړ کوي او د هغوي تر شا ولاړ دي.»

د آلمان د دفاع وزیر وويل:«له بلي خوا هغه په دې مقصد هم دلته راغلی، چي د آلمان عام خلکو ته وښيي، چي په افغانستان کي د آلماني سرتيرو ماموريت خورا مهم دی.

څوګوتنبرګ يادونه وکړه:« دا مهمه ده چي سړی له سرتيرو سره له نژدي وګوري، چي هغوی د چا هير سوي نه دي، بلکه له هغو څخه ملاتړ وجود لري.»

د جرمني خبري آژانسDPA چي کندوز ته د څوګوتنبرګ د سفر په هکله رپوټ ورکړي، يادونه کوي، چي دوې اونۍ مخکي د دو آلماني سرتيرو له وژل کيدو څخه وروسته د يوې نظر پوښتني له مخه په جرمني کي له نوموړي پوځي ماموريت څخه عامه ملاتړ نور هم کمزوری سو.

کندوز ته د سفر پر مهال
کندوز ته د سفر پر مهالانځور: AP

د شترن مجلې په غوښتنه د Forsa-Erhebung نومي څېړونکي مؤسسي له خوا نن یوه خپره سوې نظر پوښتنه ښيي، چي د آلمان کابو په سلو کي 62 پوښتل سوي خلک له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د ايستلو غوښتنه کوي.

په دې موضوع کي د څېړنو په لړي کي دا د هغي موسسي له خوا تر ټولو لوړ شمېر دی چي د آلماني سر تیرو د ماموريت د دوام په مخالفت څرګنديږي.

په تير سپټمبر کي وروسته له هغه چي معلومه سوه، چي د يو آلماني قوماندان په امر په کندوز کي د طالب ياغيانو له خوا پر دوو تښتول شوو ټانکرونو باندي د ناټو د هوايي ببمارۍ په نتيجه کي څه ناڅه 142 انسانان ووژل سول او ډيری يې ولسي وګړي ؤ،يوې نظرياتي احصايې وښودله، چي په سلو کي 55 جرمنيان له افغانستان څخه د آلمان د پوځ د ايستلو غوښتنه کوي.

په 2005 کال کي چي په کندوز په نسبي توګه امن ټينګ ؤ يواځي په سلو کي 34 د آلماني سرتيرو د ايستلو غوښتنه درلوده.

کندوز ته د دغه سفر په ترڅ کي، چي تر وروستيۍ شيبې پوري د امنيتي دلايلو په وجه پټ ساتل سوي ؤل، څوګوتبرګ غواړي، چي هلته د طالب ياغيانو د وروستيو حملو څخه وروسته د روان وضعيت په هکله معلومات ترلاسه کړي.

د دفاع وزير وويل، چي هغه به همدا راز دې پوښتني ته هم ځواب پیدا کړی، چي څرنګه آلماني سرتيرو پوځي تجهيزاتو کي سمونوالي رامنځ ته کيدای سي.

هغه وويل:« په دې هکله به د عمل په ډګر معلومات لاس ته راوړي». همدا راز څوګوتنبرګ په کندوز کي دوې اونۍ مخکي د درو وژل سوو سرتيرو په وياړ د کندوز په پوځي هډه کي د يو «يادګار» له مخ پرده هم پورته کوي.

DPA/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيار مل