1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د دفاع وزير افغانستان ته رسېدلی

۱۳۸۸ آبان ۲۱, پنجشنبه

د المان ددفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ چي ددغه هیواد په نوي اتلافي حکومت کي دمسيحي سوسيال ګونداستازی بلل کیږی، په ناڅاپي ډول سره کابل ته رسيدلی دی...

https://p.dw.com/p/KUes
د جرمني نوی د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ د کابل په هوايي ډګر کي
د جرمني نوی د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ د کابل په هوايي ډګر کيانځور: AP

مخکي له دې، چي دی کابل ته ورسيږی، دکابل په ښار کي ډير سخت امنیتي تدابير نیول شوی و. دي په کابل کي لمړي دنړيوال سوله ساتونکی ځواکونو ISAF مرکزي هډی ته تللي او هلته يي دناتو او امريکايي ځواکونو دستر قوماندان ستانلی ميک کريستال او نورو پوځی چارواکو سره کتلي. په کابل کي به دآلمان ددفاعي چارو وزير څو ګوتنبرګ دافغانستان دولسمشر حامد کرزي سره هم وګوري.

داچي ګوتنبرګ دناتو او دامریکايي ځواکونو دستر قوماندان ميک کريستال سره زیاتره په کومو مسايلو باندی خبری کړيدی ، څنګه چی نن پخپله ګوتنبرګ څرګنده کړيده ،دي به دنورو مسايلو تر څنګ دي به دافغانستان په شمال کی دامریکي دمتحده ايالتونو دوروستيو پوځی عملیاتو په موضوع باندی هم خبري وکړی . او بيا وايي داچي امریکایان په هغه سیمه کی چي په اصطلا دآلمانانو دعملیاتو سيمه بلل کيږی ، خپل پوځی عملیات زیات کړيدی زما دپاره کومه دانديښني وړ خبره نده .

دآلمان ددفاعی چارو وزير به دافغانستان ددفاعی چارو له وزيرعبد ارحیم وردک سره دافغانستان دملی پوځ دپیاوړی کولو به هکله وغږيږي او دافغانستان دوولسمشر حامد کرځی سره به دده دخبرو موضوع دپاکستان سره دګډی لوبی په هکله وی.

همدا نن ورځ به څو ګوتنبرګ له کابل څخه دافغانستان شمال ته ولاړ شي او هلته به دهغه آلماني عسکرو سره وګوري چي په دغه سيمه کی ځاي پر ځای دي.

دا لمړي ځل دی چي دالمان ددفاعي چارو وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ افغانستان ته سفر کوی . دی وايي » دغه سفر ځما دپاره په لمړی سرکي دپيژندګلوی يو سفر دي . او غواړم چی حالات پخپلو سترګو وګورم .

دهمدی روان ميلادی کال ددسمبر په مياشت کی به بيا دا موضوع دآلمان په پارلمان کي دجروبحث يوه موضوع وی چي دنړيوال سوله ساتونکی ځواکونو په چوکاټ کی دی دهغه آلمانی عسکرو دخدمت موده دی اوږد کړاي شی چي به روان وخت کي يی شمیر ۴۵۲۰ ته رسيږي . دالمان دپارلمان دپریکړی په اساس افغانستان ته تر ۴۵۰۰ پوري عسکر استول کيدايشی او يواځی په استثنايي حالاتو کي کيداي شي دیوۍ لنډي مودی دپاره په دغه شمیر کي لږ څه زیاتوالي راشي.

معمولا کو عسکر چي افغانستان ته لیږل کیږی ، دهغوي دخدمت موده څلور میاشتي وی. دآلمان ددفاعی چارو وزير افغانستان ته دخپل سفر څخه مخکی دآلماني اونيزۍ Stern سره په يوه مرکه کی ويلی چی مونږ کولاي شو به برملا توګه له افغانستان څخه دالمانی عسکرو دوتلو به يوه ستراتيژی باندی خبری وکړو او له بله پلوه به داخبره هم له امکانه څخه بیخی لری خبره نه وی چي افغانستان ته نور زیات عسکر هم واستول شی.

په دی اړوند څو ګوتنبرګ د آلمان د ARD دتلوزيون سره به يوه مرکه کي وايی چی دراتلونکی کال په اوړی کي به دافغانستان په هکله یو نړیوال کنفرانس جوړيږی او په دغه کنفرانس کی به په دی هکله هم خبری وشی چی دناتو او لويديځی نړی موخی په افغانستان کی څه وی . نو مونږ ددغه موخو په بنسټ پريکړی کو چي څنګه او په کومو وسايلو سره دغه موخو ته رسیدلای شو.

dpa/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل