د جرمني د بهرنيو چارو پخوانی وزير مړ سو
۱۳۹۴ اسفند ۲۸, جمعهویسترویله له ۲۰۰۱م کال راهیسې تر ۲۰۱۱م کاله پورې د اف ډي پي یا آزاد دموکرات گوند مشر وو. دی له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۳م کاله پوري د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هم وو. په ۲۰۱۴م کال کې په هغه کې د وینې سرطان د ناروغۍ یو سخت ډول تشخیص شوی وو. د هغې د مړیني خبر د ویسترویله د بنسټ له لوري ورکړل شوی دی.
ویسترویله له ۱۹۸۰م کال راهیسې د نفوذ لرونکو آلماني سیاستوالو له ډلي څخه شمیرل کیږي. په اپوزیسیون کې د ډیرو کلونو تیرولو وروسته دی له ۲۰۰۹م کال راهیسې تر ۲۰۱۳م کاله پورې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هم وو. د ائتلافي حکومت په لومړیو دوو کلونو کې دې مرستیال لومړی صدراعظم هم وو.
د ويستر ويله د نبسټ پر انترنيتپاڼي يو انځور خپور شوی چي پکښې ويستر ويله او د هغه د ژوند ملگری ميشايل مورونڅ ښکاري چي و بغل ته ئې ليکل شوي دي: «موږ مبارزه وکړه. دغه هدف زموږ سترگو ته وو. موږ د يوه ښه گډ ژوند تيرولو له کبله شکر کاږو. مينه به مو سره پاته وي.»
د خپلې ناروغۍ په هکله ویسترویله د «دوو ژندونو تر منځ» په نوم یو کتاب هم لیکلی وو چې تیر کال د مني په موسم کې یې معرفي کړ.
هغه مهال داسې هیلې وي چې ښایي پر خپلې ناروغۍ به برلاسی شي. د تیر کال په دسمبر میاشت کې هغه یو ځل بیا په روغتون کې بستر شو چې په رسمي توگه یې دلیل په «درملو کې بدلون» عنوان شو.
تر هغې وروسته ویسترویله ډیر کم په عامه محضر کې لیدل شوی. د ویسترویله د بنسټ، په وینا هغه د جمعې په ورځ چې د ۲۰۱۶م کال د مارچ له اتلسمې سره برابره ده ۵۴ کالو په عمر مړ شو.