د جرمني دراتلونکی جمهوررييس په حيث کريستيان وولف ډير چانس لري
۱۳۸۹ خرداد ۱۴, جمعهکله چی دی د نيدرساکسن د ايالت صدراعظم تعينيدی ، ويلی وه ،
«زه بايد په تمامه مانا د نيدرساکسن د ايالت صدراعظم وه اوسم ، ډير شيان بايد پر سمه لار روان کم ، او بعضي شيان بايد په کلکه په درسته طريقه سره ښه کړم، زه غواړم چې يو ښه ايالتي مشر واوسم »
دغه خبری ولف د کال 2003 ميلادي په پيل کې په هغه وخت کې وکړې، کله چې دی د نيدرسکسن د ايالت د مشر په حيث وه ټاکل سو ، ددغي چوکۍ دپاره وولف پوره انتظار ايستلی ؤ . د هغه د کانديديلو د پاره دی دوه واري د سوسيال ډيموکراټانو د پخواني صدراعظم ګيرهارډ شرويډر په مقابل کې ماته خوړلې وه .
وولف په کال 1959 ميلادي کې د المان د اوسنابروک په ښار کې زيږيدلی ، تر يو حده پوري يې به پوراتې سيمه کې ارامه ژوند درلوده ، خو دده پلار او مور ، يو دبل څخه بيا ژر جلا او لاري يې بدلي کړې ، مور يې ډيره ناروغه وه ، او لږ وخت وروسته مړه سوه . کله چې کريستيان وولف يو ځوان ځلمي ؤ، نو ده بايد د ډيره د وخته څخه په خپله کورنۍ کې ذمه واري او مسوليت په غاړه اخستی وای ، ده بيا وروسته په خپلو خبرو کې ويلي وه ، چې دغه حالت زه روزلی يم ، او زه يې په خپلو کارو کې نسبت نورو خلکو ته جدي کړی يم .
هيلکه/ گرديوال
کتونکي : محمد قاسم نوري