د جرمني حکومت د افغانستان دپاره نوې ستراتيژي اعلاموي
۱۳۸۸ بهمن ۵, دوشنبهمعنی دا چي د جرمني حکومت تر اوسه پوري يوه ښکاره او روښانه طرحه نه لري ،او يا يي پورباندي کار تر اوسه پوري نه دی کړی .
خو يو څه ثابته ښکاري چي د افغانستان لپاره پرمختيايي مرستي به دوه برابري شي . سر بيره پر دې د آلمان فدرالي حکومت به په هغه يو مالي صندوق کي پيسې واچوي چي د طالبانو دبې وسلي کولو او يوه مدني ژوند ته د هغو د رابلوو لپاره په پام کي نيول شوي دي . البته ددغو طالبانو هغه اورپکي هدف دي چي له مجبوري ورځي څخه له راديکال اسلام پالو سره يو ځای شوي دي . او لکه څنګه چي د آلمان د بهرنيو چارو وزير، ګيدو وستر ويله وويل :
« زه د هغو کسانو څخه خبري کوم چي مجبوره شوي چي له زور پالونکو سره لاس يو کړي . خصوصاً هغه کسان چي په کلو او بانډو کي د اقتصادي ستونزو له امله نسي کولای خپل راتلونکی ژوند تأمين کړي . مونږ غواړو چي د افغانستان په سياست کي دغه نوی پيل تر آزمويني لاندي ونيسو . په همدې وجه د لندن په کنفرانس کي به د يوه مالي وجهي صندوق د جوړيدو پريکړه وسي . په دې هکله مونږ مخکي له مخکي خبري کړي ،تر څو د دغو مجبور شوو کسانو سره مرسته وسي ».
د آلمان د فدرالي حکومت لپاره سخته موضوع د نوو سرتيرو استول دي . آيا نور سر تيري د هندوش د غرو لمنو ته واستوي اوکه نه؟ که وايې ستوي په څه شمير؟
د جرمني په ايتلافي حکومت کي د مسيحي سوسيال د ګوند تر مشرۍ لاندي دفاع وزارت د 500 نورو عسکرو د استولو پلان په پام کي نيولي دی . خو په دغه ايتلافي حکومت کي د ليبرال د ګوند مشر ګيدو وستر ويلي چي د بهرنيو چارو وزير او د صدراعظمي انګلا مرکل مرستيال دی، تر اوسه شک څر ګندوي چي د افغانستان لانجه دي د سرتيرو په زياتولو سره حل شي . هغه خپله يوه پخواني خبره تکرارووي چي په لندن کي د افغانستان کنفرانس « د سرتيرو د زياتولو کنفرانس» نه دی .
«ما هيڅکله نه دي ويلي چي هيڅ اجازه نسته چي سرتيري دي زيات کړای شي . ما تل ويلي دي چي ملکي بيارغاونه بايد ړومبيتوب ولري . خبره تر ډيري کچي د آلمان د اوسنيو پوځي قطعاتو په دننه کي پر بدلون راوستلو باندي ده . معنی دا چي څه شمير نور په کار دی چي د روزني ددندو لپاره وګمارل شي . څه شمير نور سرتيري په کار دي چي په افغانستان کي د سرتيرو او پوليسو رزنه پر غاړه واخلي.»
د وستر ويلي د دې خبري معنی داده چي د جرمني حکومت چمتو نه دی چي جنګي عسکر افغانستان ته واستوي، که نور عسکر هم استوي ، هغه يواځي د افغان ملي پوځ او ملي اردو د رزوني لپاره بايد وي .
جرمني په اوس وخت کي 4300 سرتيري په افغانستان کي لري . د هغوی يوه کوچني برخه د هغه هيواد په شمال کي د افغان امينتي ځواکونو د روزني مسووليت پر غاړه لري . سر بيره پر دي 45 پوځي پوليس د افغانستان د پوليسو په روزلو کي مصروف دي . دا چي نور پوځي پوليس دي افغانستان د روزني په هدف واستول شي، د آلمان فدرالي پوځ کارپوهان ، لکه د هغه پوځ د چارو مسوول، راينهولد روبه ډير عملي اقدام نه بولي :
« حتی که چيري رښتيا مونږ غوښتلای چي نور پوځي پوليس هلته واستوو، دا کار نه شوای کيدای ، ځکه مونږ دومره زيات پوځي پوليس نه لرو».
د جرمني حکومت غواړي چي د رزوني د کارونو لپاره ډير پوليس واستوي. په تيرکال کي يې يواځي 90 تنه پوليس استولي وه ، اوس د 360پوليسو د استولو خبره کيږي .
په افغانستان کي د نړيوالي ټولني هغه تر ټولو وروستي پاته برخه د افغان ملي پوليسو روزنه ده . ددغي نيمګړتيا د مسؤليت يوه برخه د آلمان پر غاړه ده . د پوليسو د روزني موضوع د جرمني په ايالتونو پوري اړه نيسي، ځيني ايالتونه دي چي په دغه ماموريت کي يې هيڅ ونډه نه ده اخيستې، ځيني نور نه غواړي چي افغانستان ته ولاړ سي .
د جرمني د سو سيال ديموکرات د ګوند مشر، زيګما ګبرايل ددغو نيګړتياوو ملامتيا پراوسني ايتلافي حکومت باندي وراچوي :
دی وايي ،
« سر بيره پر دغه خبر سړی کولای شي د پوليسو د روزني په هکله ډيري تبصرې وکړي . نو په هغو ايالتونو کي چي مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونه حکومت کوي، دنده لري چي په فدرالي ايالتي شورا يا بوندست رات کي او خپل د کورنيو چارود وزارت له لاري دغه پوليسي افراد چمتو کړي .»
د جرمني صدراعظمه، انګلا مرکل هڅه کوي چي د افغانستان په وړاندي د آلمان ستراتيژي لپاره د مخالف ګوند، سوسيال ديموکرات ملاتړ تر لاسه کړي .
که چيري افغانستان ته د نوو آلماني سرتيرو خبره مطرح کيږي، په فدرالي شورا کي دا د مخالف ګوند رايو ته هم اړتيا لري . خو تر اوسه پوري په دغه موضوع کي دريځونه سره توپير لري : مخالف ګوند سوسيال ديموکرات تر 2015 کال پوري له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو وتل غواړي، خو فدرالي حکومت د يوې خاصي نيټې د ټاکلو سره جوړ نه دی .
نينا ويرک هويزر/ باري حکيم
کتونکی : محمد قاسم نوري