1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني تر بيا يو والي وروسته ځوانان

۱۳۸۹ مهر ۱۰, شنبه

هلته ډېر ځوانان ګرځېدل چې د ښي اړخو ډلو په ضد او يا د جګړې په ضد شعارونه يې په خپلو کميسونو باندې ليکلي وو. دغه کار دلته يوازې د مظاهرو او لاريونونو په وخت کيږي.

https://p.dw.com/p/PSyv
انځور: dpa

کله چې ماتېو بروسېته سهار د وخته له خوبه راپاڅيږي، بايد دی په بيړه ډېر څه وکړي. دوش نيول، جامې اغوستل، يو غړپ قهوه څښل او حرکت کول. اکثرا د مکتب زنګ وهل کيږي، په داسې حال کې چې دی له کوره وځي.

خو له نېکه مرغه دی له مکتب څخه شل قدمه دې خوا اوسيږي او د کور څخه مکتب ته غځېدلې لاره ايله داسې اوږده ده لکه د معلمينو له اتاق څخه تر ټولګي پورې.

ماتېو په کولن ښار کې د سانکت ايرمګارديس ليسې ته ځي. دغه مکتب د کولن په جنوبي څنډه د باينتال په ناحيه کې موقعيت لري. دلته ژوند کول ډېر ښه وي، خو يوازې د ټولنې منځنی قشر د دې وس هم لري.

زده کونکي دا خبرې تاريخي بولي

پېترا لينسن د ښوونکې په توګه د تاريخ يو ابتدايي کورس وړاندې کوي. د نن ورځې لوست د آلمان د اوسني تاريخ په هکله دی. هغه له زده کونکو څخه پوښتي چې آيا کوم چا د برلين دېوال له نژدې څخه ليدلی دی، که نه.

«لږ تر لږه نيمايي يا درېمه برخه زده کونکو دېوال ليدلی دی»، دا د هغې نتيجه ګيري ده. «د لويديځ برلين دېوال ډېر رنګين و، آيا تاسو تصور کولای شۍ چې د ښار په ختيځ کې ولاړ دېوال څه ډول ښکاره کېدی؟» يو زده کونکی ورغبرګوي: «هلته هيڅ څه هم نه نه تر سترګو کېدل.»

سمه ده، هغه برخه چا نه سوای رنګولای، «خو ولې نه؟»، نوموړې د دې سوال ځواب غواړي. يوه زده کونکې ورته وايي: «تر ېواله پورې څوک نه شوای ورتلای». سمه ده، ځکه چې هلته د وژنې ساحه او د څارنې برجونه ولاړ ول.

د آلمان دموکراتيک جمهوريت، ورپسې د دېوال چپه کېدل او بيا د آلمان يووالی، دغه ټولې خبرې اوه لس او اته لس کلن ځوانان په تېره بيا له فلمونو څخه پېژني. خو د آلمان يووالی د هغوی لپاره حقيقي بڼه هم لري: «زه فکر نه کوم چې په ‌ذهنونو کې به لا هغه بېلونکی دېوال موجود وي. زه له دې خبرې سره لوی شوی يم چې آلمان يو دی.» نور ټولګيوال هم دغه خبره په ورين تندي مني.

توپيرونه ډېر لږ ليدل کيږي

توماس ګېنزيکه په مونشن کې د اينفراتېست TNS په نوم د ټولنيزو څېړنو د يو انستيتوت کارپوه دی. د ځوانانو د چارو دغه څېړنکی وايي چې له يووالي څخه شل کاله وروسته د ختيځ او لويديځ ځوانان يوه واحده ډله تشکيلوي، چې دا دې پورې اړه لري چې د هغوی د رالويېو په دغه پړاو کې تقريبا ورته شرايط موجود ول.

خو په دقت سره که ورته وکتل شي، نو يو لوری په کې څرګنديږي: په اقتصادي لحاظ د لويديځ آلمان ځوانان پياوړي دي. په دې ډول د ختيځ آلمان ځوانان په نسبتا لږې خوشبينۍ سره راتلونکي ته ګوري او بنسټيزه وېره په کې هم د لويديځ په پرتله ډېره ده.

دغه خبره توماس ګېنزيکه د حيرانتيا وړ نه بولي: «ځکه چې موږ په ختيځ کې دوه برابره زياته بې کاري لرو.»

د ماتېو کورنۍ له مادي او مالي ستونزو سره مخامخ نه ده، چې له امله يې دی دا ډول اندېښنې هم نه لري. ماتېو د بکلوريا په ازموينه کې تر ټولو ښه نومره هم غواړي تر لاسه کړي، ورپسې دی غواړي چې د مهندسۍ رشته ووايي او بيا په خارج کې واوسي، يعنې د ده د خوښې په ښار مادريد کې.

هر څه پر موسيقۍ څرخي

د غرمې نه وروسته جوزفين راځي، چې هغه هم د کولن له اطرافو څخه د ده يوه ملګرې ده. دواړه هغه ګاراژ ته سره ځي چيري چې د ماتېو د موزيک ستوديو ده.

هلته د آواز ميکسر، ګراموفون او لاپټاپ يا ګرځنده کمپيوتر هم ځای پر ځای شوي دي. ماتېو د کولن په نڅاځايونو کې «ډي جای» دی او پخپله هم کمپوز کوي او موزيک توليدوي.ماتيو اوس جوزفين ته يو څو سندرې وړاندې کوي.

د ماتېو ژوند پر موسيقۍ راڅرخي. دی په سياست کې هم علاقه او لېوالتيا لري، خو فعاله ونډه په کې نه اخلي. ځکه نو ده په لايپڅيګ کې د الکترو پانک موسيقۍ په يو کنسرټ کې دا خبره ايله درک کړله چې د ختيځ ځوانان له سياست سره ډېره لېوالتيا لري.

«هلته ډېر ځوانان ګرځېدل چې د ښي اړخو ډلو په ضد او يا د جګړې په ضد شعارونه يې په خپلو کميسونو باندې ليکلي وو. دغه کار دلته يوازې د مظاهرو او لاريونونو په وخت کيږي.

په ختيځ آلمان کې هغوی تل دغه سياسي کميسونه اغوندي.» داسې ښايي چې د ختيځ وګړي خپل سياسي نظريات په عامه ټولنه کې هم نندارې ته وړاندې کوي.

دغسې ورته يوه تجربه جوزفين هم کړې ده، اګر چې سياسي شرايط بدل ول. دا هېښ حيرانه وه کله چې يې د مېکلنبورګ فورپومرن د اوزه دوم په يو کلي کې ځوانان وليدل.

»کله چې زه په اوزه دوم کې وم، نو يو کوچني کلي ته ولاړم چې ټولو په کې د بويزه اونکلس په نوم د يوې ډلې موزیک اورېدّ.» دغه ډله د دې انکار کوي چې ګويا ښي پلو ته اړخبني کوي، خو هغه د ښي اړخو په منځ کې ډېر محبوبيت لري.

جوزفين وايي: «دغې خبرې حيرانه کړم. هغوی ټولو د ښي اړخو ډلو کميسونه هم اغوستي ول.»

د لويديځ ځوانان د «آلمان د اتحادي جمهوريت» نظام ته ډېر ورنژدې دي

د ځوانانو د چارو څېړونکی ګېنزيکه وايي چې ښي اړخه کسان په ختيځ کې هم يو اقليت تشکيلوي. نوموړی سره له دې هم دغسې يو لوری ويني چې د ختيځ ځوانان د آلمان د اتحادي جمهوريت سياست، اقتصادي چارې او ټولنه نسبت و خپلو لويديځوالو همزولو ته په زياته کچه تر سوال لاندې راولي.

د دې علت دا دی چې ميندې پلرونه، مکتبونه او رسنۍ په ختيځ آلمان کې په زياته پيمانه نظام ته لېواله يو دريځ وړاندی کوي، نسبت و ختيځ آلمان ته.

جوزفين بيا هم داسې يو تصور لري چې کېدای شي هغه ختيځ آلمان ته کډه يوسي، خو دا غواړي چې يوازې په لويو ښارونو کې واوسي.

مګر د لويديځ آلمان لږ ځوانان د جوزفين په څېر داسې يو مثبت نظر لري. ډېرۍ په دې اند دي چې لويديځ آلمان د ښوونې روزنې او کارموندنې په برخه کې لا ښه امکانات لري. خو دغه خبره يوازې دوی نه کوي، بلکه د ختيځ آلمان ځوانان هم غواړي چې په لويديځ کې يوه راتلونکې ولري. د آلمان د اتحادي جمهوريت اقتصادي سيستم په دغه برخه کې د هغوی په نظر ډېر پياوړی دی.