"د جان الين دريځ کيدای سي د اوباما له پلان سره په ټکر کي سي"
۱۳۹۰ آذر ۲۳, چهارشنبهمتحده ايالات او ناټو غواړي چي په تدريجي ډول په افغانستان کي د خپلو ځواکونو شمير را ټيټ کړي. د دغي لړۍ په ترڅ کي به متحده ايالات له افغانستان څخه د ۲۰۱۲ کال تر مني پوري ۳۳۰۰۰ سرتيري وباسي.
سپيني ماڼۍ د پنتاګون څخه غوښتي چي له افغانستان څخه د لا ډيرو ځواکونو د را ايستلو پر پلان کار وکړي. خو دا چي د ۳۳۰۰۰ امريکايي سرتيرو تر وتلو وروسته به له افغانستان څخه نور څومره امريکايي سرتيري بيرته خپل هيواد ته ستانه شي تر اوسه معلومه نه ده.
په افغانستان کي د ناټو ځواکونو قوماندان، جنرال جان الين، وايي چي د دې موضوع پر سر چي څومره ځواکونه دي ووزي، د واشنګتن او په افغانستان کي د ميشتو امريکايي قوماندانانو تر منځ کومه ستونزه نسته.
خو والستريت ژورنال په خپله مقاله کي ليکلي چي جان الين غواړي د ۲۰۱۲ کال د مني وروسته، د ۲۰۱۳ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل وځنډول شي.
د الين دغه دريځ کيدای شي د اوباما له پلان سره په ټکر کي سي. ځکه چي اوباما په افغانستان او عراق کي د جګړې د پای ته رسولو او له دغو هيوادونو څخه د خپلو ځواکونو د را ايستلو هوډ کړی دئ.
والستريت ژورنال همداراز ليکلي چي جان الين په دې اند دئ، چي که په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو شميره د۶۸۰۰۰ څخه راټيټه شي نو دا به په دغه هيواد کي د امريکايي اډو ساتل له ګواښ سره مخامخ کړي.
جان الين ژورناليستانو ته ويلي چي لا تر اوسه بارک اوباما د ۲۰۱۲ کال وروسته افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو له پاره کومه شمېره او نېټه نه ده ټاکلې. هغه ټينګار کړی چي ولسمشر اوباما په افغانستان کي ميشتو پوځي قوماندانانو ته دا چانس ورکړی چي د افغانستان د شرايطو سره سم په دې اړه پريکړه وکړي.
الين دغه راز هغه ادعا ګاني رد کړي، چي اوباما د امريکا د ولسمشرۍ د يو وار بيا تر لاسه کولو له پاره تر سياسي فشارونو لاندي دئ او له همدې کبله غواړي له افغانستان څخه يو ډير شمير امريکايي سرتيري وباسي.
الين د افغان امنيتي ځواکونو مخ پر ډيريدو وړتياوو ته اشاره کړې او د ناټو ځواکونو څخه يې غوښتي چي د هغوئ روزني ته لا ډير پام وکړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل