1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جاسوسۍ پر ضد پريکړه ليک مسوده. م.م. ته وسپارل سوه

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۱۱, شنبه

آلمان او برازيل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېټې ته د يوه داسي پريکړه ليک مسوده سپارلې ده چي پکښې د بې حده استخباراتي څارني د منع کولو غوښتنه سوې ده. دغه اقدام د امريکا د ستخباراتي برنامې تر افشا کولو وروسته کيږي.

https://p.dw.com/p/1AAZI
انځور: Chris Ratcliffe-Pool/Getty Images

د جاسوسۍ پر ضد د پريکړه لیک مسوده د جمعې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر لومړۍ) د آلمان او برازيل له خوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېټې ته وسپارل سوه. په دغه مسوده کي د هيڅ هيواد نوم نه دی اخيستل سوی. خو دغه اقدام له هغه وروسته کيږي چي د امريکا د ملي امنيت استخباراتي ادارې هغه پروسه افشا سوه چي ګويا د نړۍ د يوشمېر مشرانو تليفوني مکالمو ته يې په پټه غوږ نياوه.

د رسنيو په حواله د امریکا متحده ايالاتو د ملي امنيت ادارې (NSA) له خوا د برازيل د جمهوررييسې آغلي ديلما روسف او د آلمان صدراعظمي آغلي انګيلا ميرکل تليفوني مکالمو ته د غوږنيولو راپورونو دغه دواړي مشراني په غوسه کړي دي.

نړيوالو رسنيو د دغه جاسوسي فعاليتونو په اړه راپورونه د امريکا د استخباراتي ادارې د پخواني کارکوونکي ايدوارد سنود په حواله ورکړي دي. له امريکا څخه دغه تښتېدلي پخواني استخباراتي کارکوونکي ته په روسيه کي لنډ مهاله پناه ورکړه سوې ده او اوس غواړي چي د استخباراتي جاسوسۍ په اړه له آلمان سره په تحقيقاتو کي مرسته وکړي.

د آلمان- برازيل د پريکړه ليک مسوده چي کېدای سي د ملګرو ملتونو عمومي غونډي ته وړاندي سي دا روښانه کوي چي «پر ارتباطي وسايلو باندي هر ډول څارنه هغه که د هيواد په دننه کوي او يا دباندي د بشري حقونو د پايماله کولو په برخه کي د اندېښنې سبب ګرځي.»

په دغه مسوده کی دغه راز د ملګرو ملتونو له غړو هيوادنو څخه غوښتل سوي دي ترڅو«د بشري حقونو له دغه شان پايماله کولو مخه ونيسي او د دغه ډول کړنو د مخنيوي شرايط برابر کړي.» په مسوده کي راغلي دي چي ملګري ملتونه بايد دا ډاډ ورکړي چي د دغو هیوادونو ملي قوانين د وظايفو مطابق د بشري حقونو تر قانون لاندي دي.»

پر دې ټولو سربيره، ګومان کيږي چي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په کمېټه کي پردغي مسودې باندي د بحث پر مهال کېدای سي چي په هغه کي بدلون راوستل سي.

په پام کی ده چي د بشري حقونو کمېټه به د راتلونکو درو اوونيو په جريان کي پر مسودې باندي مشورې وکړي او وروسته به يې عمومي غونډي ته وړاندي کړي. د بشري حقونو کمېټې پريکړي الزامي نه دی. خو سمبوليک ارښت لري.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي هر هيواد د يوه يوه رای حق لري دا بې تفاوته ده چي هغه کوچنی دی که لوی. خو وېټو نسته.