د جادوګرۍ په اړه لس حيرانووکي حقايق
د آلمان په بون ښار کې د جادويي نندارې وړاندي کوونکو کلنۍ مېله پيل شوې. په دې نندارو کې به د ټولې اروپا هنرمندان ګډون وکړي. د جادوګرۍ په هلکه لس حيرانونکي حقايق دلته کتلائ شئ.
د جادو هنر
د جادويي لوبو وړاندي کوونکی هر جادوګر يا هنرمند يو څه پټ زارونه لري چې هغه يو يو له خپلې خولۍ راباسي. دا خو په اصل کې د نظر تيرايستل دي خو تر منزله د رسيدو له پاره اوږد مزل بايد وشي. د هرې جادويي لوبې له پاره د ډير تمرين او تاکتيک سره سره دا هر څه بايد سم پلان هم شي.
د جادوګرۍ آزموينه
په آلمان کې د «جادوګرانو» تر ټولو لويه ټولنه «ميجک سرکل» کابو دوه زره اته سوه غړي لري. دا ټولنه د جادويي کربتونو د معیارونو او اصولو څارنه کوي. د ۸۰ بیلا بيلو سيمه ايزو ټولنو څخه په يوه کې د داخليدو تر آزموينې وروسته سړی د دې سترې ټولنې غړی کيږي. په آلمان کې په هرو درو کالو کې د جادويي نندارو مسابقې کيږي او هر کال يو هنرمند د تر ټولو ښه بازي ګر په توګه ټاکل کيږي.
د کرتب راز
په جادوګرۍ کې هغه عوامل چې په منطقي توګه نه شي تشريح کيدلای، ډير اهميت لري. د «ميجک سرکل» غړيتوب ترلاسه کوونکي دا ژمنه او لوړه کوي چې د خپلې لوبې راز به له چا سره نه شريکوي. ځکه چې کله د يوه جادويي لوبې راز پرانستل شي نو جالبتوب یې هم له منځه ځي.
جادويي منتر
په آلمان کې تر ټولو مشهور جادويي منتر «آبرا کادابرا» دی. د بد مرغۍ او ناروغۍ پر وړاندې مقاومت کوونکی او د نيکمرغۍ د راوړلو له پاره کارونکی دا جادويي منتر دومره پخوانی چې حتی په دريمه عيسوي پيړۍ کې هم د شتون شواهد موندل شوي.
تر ټولو ستره ننداره
په آلمان کې د جادويي لوبو دوه هرمندان آندرياس او کرستيان راينلت چې دواړه سکه ورونه دي، د «ايهرلش ورونو» یا «حقيقي ورونو» په نامه ياديږي او د پاپ سندرغاړو په څير شهرت لري. تير کال په دوبي کې د فرانکفورت د فوتبال په يوه ميدان کې د دوی يوې نندارې ته کابو ۳۸ زره نندارچيان راټول شوي ول.
په اره پرې شوی
يو انسان په يوه کارتن يا قوطۍ کې وي او دغه کارتن بيا په يوه اره پرې کيږي او پر دوو برخو ویشل کيږي. بيا همدا سړی بيرته روغ رمټ د نندارچيانو مخې ته راڅرګنديږي. دا کرتب ډير مشهور دی او په لومړي ځل په ۱۹۲۱م کال کې په امريکا کې ترسره شوې وو. له هغه راهيسې د نړۍ هر جادوګر دا کرتب کله کله په يوه بدله بڼه ترسره کوي. په دې انځور کې ښوول شوي چې يو سړی پر دوو برخو پرې شوی.
د مرګ خطر
ځيني هنرمندان ځان په زنځيرونو تړي او بيا په ډيره کمه موده کې ځان بايد له دغه زنځيرونو خلاص کړي. د دا ډول نندارو په ترڅ کې ناوړه پيښې هم رامنځته شوي دي. د توپانچې څخه د فاير شويو ګوليو د نيولو په لوبه کې ډير هرمندان وژل شوي هم دي.
په نړيواله کچه مشهور هنرمندان
زيګفريد فش باخر او رویې هورن د «زیګفريد ايند رویې» په نوم له سپينو زمريانو او پړانګانو سره په نندارو وړاندي کولو سره په ټوله نړۍ کې مشهور شول. په لاس اينجلس کې د دوی شو ډير زیات مينه وال لري. په ۲۰۰۳م کال کې يوه پړانګ هورن سخت ټپي کړ چې تر هغه وروسته دوی د خپل دې هنر سره مخه ښه وکړه.
د جادوګرانو نړیواله اتحاديه
په ټوله نړۍ کې جادويي نندارې وړاندې کوونکي سته. د دې هنرمندانو تر ټولو ستره ټولنه «FISM» نوميږي چې د ۵۵ هيوادونو کابو ۶۰ زره هنرمندان یې غړيتوب لري. دا ټولنه هرکال د نړيوالو مسابقو زمينه برابروي چې د ټولې نړۍ جادوګران پکښې په مخلتفو برخو کې يو له بل سره سيالۍ کوي.
نوي جادوګران
ډير خلک غواړي جادوګري زده کړي خو د دې له پاره کومې رسمي مسلکي زده کړې نه شته. بنسټیزې زده کړې سړی په مختلفو «جادو ښوونځيو» کې کولای شي. جادوګر په بيلا بیلو سيمينارونو او ورکشاپونو کې جادوګرۍ سره ليواليتا درلودونکو کم عمرو ځوانانو ته د کرتبونو په اړه معلومات ورکوي. نوي هنرمند يوازې په ډير تمرين سره «ښه جادوګران» کيږي.