1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تېښتي لاملونه او د مهاجرو نظرونه

۱۳۹۵ آبان ۲۶, چهارشنبه

د یوې نمونيي نظر پوښتني په ترڅ کې له مهاجرو څخه د دوی د مهاجرت لامل، د تېښتي لار، بیوګرافي او ارزښتنو په هکله پوښتني شوي دي.

https://p.dw.com/p/2SkPl
Deutschland Flüchtlinge kommen an der ZAA in Berlin an
انځور: Getty Images/S. Gallup

دغه نمونيي نظر پوښتنه چې په ترڅ کې یې مهاجر پوښتل شوي دي د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې(BAMF) ، د کار موندنې او مسلکي تحقیقاتو انستیتوت مرکز او په برلین کې د آلمان د اقتصادي څیړنو موسیسې له خوا ترسره شوې ده.

د د دغې نظر پوښتنې چې پایلې یې د سه شنبې په ورځ (د نوامبر میاشتې ۱۵) خپرې شوې د ځنو برخو لنډیز ئې دا دی:

پوښتل شوو کسانو ویلي دي چې آلمان ته د رسېدو له پاره دوی په اوسط ډول ۷۱۳۷ يورو مصرف کړي دي. په دغو پېسو کې په اوسط ډول ۳۹۳۹ يورو دوی د اساسي لګښت له پاره ورکړي دي چې په هغو کې د موټر کرایه او نور... شامل دي او پاته ۳۱۰۳ يورو ترینه قاچاقبر اخیستي دي.

په دغه نمونيي نظر پوښتنه کې د پوښتل شوو کسانو په وینا له افغانستان او پاکستان څخه راغلو مهاجرو ته دغه سفر تر ټولو گران تمامه شوی دی. يعنی تر هغوی ډيري پيسې مصرف شوي دي.

په مستقیم ډول له خپل ټاټوبې څخه آلمان ته د دغو مهاجرو سفر په اوسط ډول ۳۵ ورځې دوام کړی، همدارنګه له یوه ترانزیت هیواد څخه آلمان د دغو مهاجرو سفر په اوسط ډول ۴۹ ورځې وخت نيسي.

له هرو پنځو تنو نارینه وو څخه ۲ او په هرو دریو کې یوه میرمن وایې چې پر لار په فزیکي ډول له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي. ۱۵سلنه ښځي وایې چې له جنسې تیري سره مخامخ شوي دي. د پوښتل شوو کسانو۷۰سلنه ويلي دي چې په خپل هیواد کې له جګړو او شخړو څخه تښتېدلي دي.

د پوښتنل شوو کسانو ۵۸ سلني یې ویلي دي چې په خپل هیواد کې یې لس کاله یا تر هغې ډير وخت په تعلیم او مسلکي زده کړو تیر کړی دی. د دغو مهاجرو ۳۷ سلنه یې تر منځني، ۳۱ سلنه یې مسلکي ښوونځي او هر لسم یې تر ابتدایې ښوونځي پورې زده کړې کړي دي. د دوی نهه سلنه بيا له سره ښوونځي ته نه دي تللي.

د دغو کسانو ۳۱ سلنه د پوهنتونو محصلین او یا د مسلکي زده کړو په جریان کې ول چې مهاجر شوي دي. د دوی له جملې څخه ۱۹سلنه یې بیا خپل د فراغت سندونه ترلاسه کړي او یا هم خپل تحصلیي دوره بشره کړې ده. د پوښتل شوو کسانو ۷۳ سلنه تر مهاجرت مخکي پر کار ول.

په نمونيي نظر پوښتنه کې د پوښتل شوو کسانو۴۷ سلني ويلي دي چې هڅه کوي په آلمان کې عمومي زده کړي وکړي. ۶۶ سلنه يې بيا غواړي چې د مسلکي زده کړو یو سند ترلاسه کړي.

د پوښتل شوو کسانو ۹۶ سلنه یې د یوه ډیموکراتیک نظام ملاتړ کوي او ۹۲ سلنه د دوی د ښځو او نارینه وو له پاره د مساوي حقونو پلویان دي.

په نظر پوښتنه کي د پوښتل شوو کسانو ۱۵سلنه عیسويان او پاتي نور ټول یې د مختلفې درجې (د اسلام د عملي کولو له پلوه یا دا چې اسلامي ارزښتونه ورته څومره مهم دي) مسلمانانان دي.

په دغه نمونيي نظر پوښتنه کې چې د روان کال له جولای څخه تر اکتوبر میاشتي پوري یې دوام وکړ ۲۳۴۹ هغه مهاجر پوښتل شوي دي چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کلونو په منځ کې آلمان ته راغلي دي.

نور مطالب: