1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تکزاس ایالت نړیوالو ناظرینو ته اخطار ورکړی دی

۱۳۹۱ آبان ۴, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16W5D

په امریکا کې تر انتخاباتو څو ورځي تر مخه د تکزاس د ایالت او د OSZE په نامه د انتخاباتو د نړیوال سازمان د ناظرینو ترمنځ یوه لانجه رامنځته سوې ده. د تکزاس څارنوال ګریګ ابوت د یوې اعلامیې په ترڅ کې لیکلي دي چې که دغه کسان تر ۳۰ متره نزدې فاصلې څخه انتخاباتي حوزو ته رانزدې سي، بیا به نو د دوی دغه کار یو جنایي عمل وبلل سي.

ده زیاته کړې ده چې هیڅ څوک د دغو انتخاباتو په بهیر کې د نفوذ او مداخلې حق نه لري. د دغه سازمان ناظرینو هم چې د ۲۰۰۲ کال راهیسي د متحده ایالاتو په انتخاباتي بهیر کی ونډه اخلي، د تکزاس له خوا د دغه تهدید په اړه یې د دغه هیواد بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینتن، ته خپل شکایت وړاندې کړی دی. د نومبر د میاشتي په انتخاباتو کې د دغه سازمان۵۰ تنه غړي باید د دغو انتخاباتو څخه له دې کبله څارنه وکړي تر څو هر څه د مقرراتو سره سم تر سره سي.