1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تي ان تي سیالۍ، هم ثواب هم خرما

۱۳۹۱ شهریور ۱۰, جمعه

افغانستان په ویست ایندیز کې د TNT په نوم دوستانه شل اوریزو سیالیو کې گډون کوي. د دغو سیالیو گټونکې لوبډلې ته ۵۰۰۰۰ ډالر انعام ورکول کیږي. د دې سیالیو په ترڅ کې افغانستان نړیوال شل اوریز جام ته هم چمتووالی نیسي.

https://p.dw.com/p/161Ij
انځور: DW

د افغانستان ملي لوبډله به د ۲۰۱۲ کال د سپتمبر په دویمه نیټه له اماراتو څخه د ویست ایندیز په لور وخوځیږي او د «ترینیدا او توبیګو» Treneda and Tobego جزیرې د آزادي د پنځوسمې کالیزې په ویاړ په جوړو شوو دوستانه شل اوریزو سیالیو کې به ګډون وکړي.

په دغه دوستانه سیالي کې چې د سپتمبر په ۶مه نیټه پیلیږي د افغانستان ترڅنګ د ترینیدا او توبیګو، بنګله دیش او بیربوداس لوبډلې هم گډون کوي. افغانستان خپله لومړنۍ لوبه په شپږمه نیټه له کوربه لوبډلې ترینیدا او توبیګو سره کوي. افغانستان به خپله دویمه لوبه د سپتمبر میاشتې په اوومه نیټه، له بنګله دیش او دریمه او وروستۍ لوبه په اتمه نیټه، له بیربوډاس سره وکړي.

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډله په داسې حال کې د ویست ایندیز په دوستانه سیالیو کې ګډون کوي چې د شل اوریزو سیالیو نړویوال جام ته یوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي. د ویست ایندیز لوبې به نه یوازې د افغانستان له پاره یو ښه تمرین وي بلکې افغان لوبډله کولای شي چې له دغو لوبو څخه ۵۰۰۰۰ امریکايي ډالر هم وگټي. ځکه چې د دغو سیالیو گټونکې لوبډلې ته د ۵۰۰۰۰ ډالرو انعام په پام کې نیول شوی دئ. په دې ترتیب سره نو افغانستان د دې سیالیو په ترڅ کې هم نړیوال شل اوریز جام ته چمتوالی نیسي او هم که د سیالیو گټونکې لوبډله شي نو ۵۰۰۰۰ ډالر ترلاسه کوي.

د افغانستان د کرکیت ملي لوبډله په ویست ایندیز کې تر دوستانه سیالیو وروسته، د سپتمبر میاشتې په دولسمه نیټه، سریلانکا ته سفر کوي او هلته به د سپتمبر میاشتې په څوارلسمه نیټه، د سریلانکا له الف او په شپاړسمه نیټه، د ویسټ ایندیز له لوبډلې سره شل اوریزې دوستانه تمریناتي لوبې وکړي.

د کرکیټ د شل اوریزو لوبو د نړیوال جام سیالۍ به د سپتمبر میاشتې په ۱۸مه نیټه په سریلانکا کې پیل شي. په دغو سیالیو کې د دوولسو هیوادونو لوبډلې ګډون کوي چې د هغوی له ډلې څخه لس لوبډلې ئې د کرکیټ د نړیوالې شورا پوره غړیتوب لري. افغانستان او ایرلند نړیوال جام ته د ټاکنیز پړاو له لارې چې د مارچ په میاشت کې په دوبۍ کې ترسره شو لار موندلې ده.

افغانستان د نړیوالو شل اوریزو سیالیو د جام په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه د سپتمبر میاشتې په اتلسمه نیټه، د هندوستان او دوهمه لوبه د سپتمبر میاشتې په یوویشتمه نیټه د انګلستان پر وړاندې وکړه.

نصرت الله وفا/ کابل
کتونکی: مسعود جهش