1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تيلود بيی د کښته کيدو سره OPEC د ټيلو رايستل کموی

۱۳۸۷ شهریور ۲۱, پنجشنبه

د تيلو بيی په دې آخرو وختو کي مخ پر کښته رواني دي او د تيلو صادرونکوهيوادوسازمان OPEC عصباني او په ساعتو ساعتو د راتلونکو لارو چارو په باب سره يو نه وو.

https://p.dw.com/p/FG2i
د تيلو صادرونکوهيوادوسازمان بيرغOPEC
د تيلو صادرونکوهيوادوسازمان بيرغOPEC

دوی پر دې سره يو نه وه چه آيا د تيلو اندازه راکښته سي، تر څو عرضه لږ او قيمتونه ثابت وساتل سي، او که بايد هيڅ کار ونسي، خاصتأ د تيرو میاشتو د خوراکي شيانو د قيمتونو د بې حده لوړيدو په خاطر.

د ایران د تيلو وزير غلام حسين نوزاري د هغو دولتو په سر کي راتلۍ چه ددې څخه يې بيره درلوده ،چه دتيلودبيی دلوړيدوله کبله به ددولت عايدات هم راکم سي. ده وويل:

« ارقام ښکاره کوي، چه ټولي نړۍ ته په پوره اندازه تيل نه رسيږي ، خو د هغو قيمتونه ښکاره کوي ، چه عرضه تر تقاضأ ډيره ده ».

د OPEC د سازمان ريس او د الجزاير دتيلو وزير وايی چه د تيلو د قيمتو د رالويدو د په نظر کي نيولو سره دا عادي حالت هم دی.
د OPEC د سازمان ريس او د الجزاير د تيلو وزير وايی چه د تيلو د قيمتو د رالويدو د په نظر کي نيولو سره دا عادي حالت هم دی.انځور: AP


خو بيا سعودي عربستان چه دتيلوصادرونکو هيوادو مهم غړی دی، پدې نظر ؤ، چه هر څه بايد پر خپل حالت پاته سي، او دونه تيل توليد سي ، لکه همدااوس، او هغه هم تر هغو پوری چه قيمتونه نور هم راکښته سي.

خو سعودي عربستان ونسوای کولای خپله غوښتنه عملي کي او بايد د تيلو توليدات راکم سي ، که څه هم هغه په لږ اندازه وي. د OPEC د سازمان رييس او د الجزاير دتيلو وزير وايی چه د تيلو د قيمتو د رالويدو د په نظر کي نيولو سره دا عادي حالت هم دی.

د تيلود بيی د کښته کيدو څخه هغه هيوادونه ډيره بيره لري، چه په تيرو کلو کي يې د تيلو د عايداتو څخه دولتي بودجې لوړي کړي وې، او په هغه کي د کسر څخه بيريږی. په تيرو پنځو کلو کی د تيلوبيی پنځه چنده سوي وې، چه د نړيوالو بازارو رنګارنګ آوازوهم پرهغه باندي اغيز ه کړې وه. د تيلو د بیو بيرته راکميدل د څو اونيو راهيسی مشاهده کيږی.