1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «تيانانمن» ميدان د عام وژني ۲۴ کليزه

شمس الرحمان ناصر(دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۱۴, سه‌شنبه

د پيکنګ نوي حکومت هم د «تیانانمن» میدان د عام وژني قضيې د څیړلو په برخه کې هیڅ کوښښ نه کوي. هغه مېندي چې په دې میدان کې يې خپل زامن له لاسه ورکړې دي او د «تیانانمن د میندو» په نامه سره یادیږي ناهیلې دي.

https://p.dw.com/p/18jeP
Beschreibung: Dr. Fei Liangyong von Demokratie Front China, bei Gedenken zum Tiananmen Massaker 1989 Ort: Nürnberg Datum: 03.06.2013 Fotograf: Su, Yutong (DW/Chinesisch)
Gedenken Tiananmen Massaker 1989 in Nürnbergانځور: DW/Yutong Su

د « تیانانمن میندو» د «امیدونه له منځه ځې، شک او تردید ډیږي» تر عنوان لاندي د چین د کمونیست ګوند پر رهبرۍ او نوي مشر شي جین پینګ، باندي سخت انتقاد کړی دی.

د تیانانمن په میدان کې، د وژل شوو کسانو خپلوانو، په یوه سر خلاصې لیک کې د دغي پيښي چې د چین رهبري يې په اړه چپ پاته ده د تحقیق او څېړني غوښتنه کړې ده.

د۱۹۸۹ کال په جون میاشت کې په زرونو تنه ځوانان چې اکثره يې محصلین ول، سړکونو ته راووتل او د خپل هیواد په سیاسي نظام کې د اصلاحاتو غوښتونکي شول.

دغه دیموکراتیک پاڅون د همدې کال په جون میاشت کې پای ته ورسید. د چین د آزادۍ بخښونکي ملي پوځ سرتیرو پر لاریون کوونکو فيرونه وکړل. د بشري حقونو د خپلواکو سازمانونو د راپورونو پر اساس په دغه يرغل کي نزدې۲۴۰۰ انسانان په دغه ورځ ووژل شول. د دې برعکس د چین حکومت بیا د ۲۴۱ تنو د وژل کیدو خبر ورکړ.

په «تيانانمن» ميدان کي د يوه وژل سوی ځوان مور
په «تيانانمن» ميدان کي د يوه وژل سوی ځوان مورانځور: AP

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویادند هونګ لای د دغې پيښې د څیړنۍ په اړه د امریکا متحده ایالاتو د غوښتني په ځواب کې وویل:

«د چین رهبري د اتیایمې پيړۍ د وروستۍ لسیزي د سیاسي ناکراریو په اړه پخوا لا خپله نتیجه ګیري اعلانه کړې ده.»
د «تیانانمن» په میدان کې د قتل عام په یاد د خلکو راټولیدل او د غونډو جوړول منع شوي دي او په انټرنټ کې د دغي وژونکې پیښي په اړه مطالب سانسوریږي.

د چین له رهبرۍ سره محاسبه

د قربانیانو د کورنیو سازمان چې د «تیانانمن د مېندو» په نامه سره یادیږي له ۱۹۹۵ کال راهیسي تر اوسه ۳۶ سرخلاصي لیکونه د ګوند او دولت رهبرۍ او همدارنګه د ملي کنګرې په عنوان استولي دي، چې په هغوې کې یي د دغې پيښې د څیړلو او د قربانیانو ورثه وو ته يي د جبران خسارې غوښتنه ګړې ده، خو تر اوسه يي هیڅ جواب نه دې ترلاسه کړی.

په وروستي سرخلاصي لیک کې چې هغه د بشر د حقونو سازمان هم د روان کال په می میاشت کې خپور کړې دی د قربانیانو مور و پلار د چین له نوی رهبرۍ څخه د عدالت غوښتنه کړې ده.

په دې لیک کې لیکل شوې دي«د چین لوې سیاستوال هیڅ کله هم اصلاح غوښتونکي نه ول، نه جیانګ زمین، نه هوجینتاو، او نه هم نوی ولسمشر شې جین پینګ.»

په دې لیک کي همدارنګه راغلي« شي، نه خو د مايو د زمانې پر تیروتنو نیوکه کوي او نه هم هغه اقتصادي اصلاحات تر پوښتني لاندي راولي چې شیایوپینګ، په دې وروستیو ۳۰ کلونو کې عملي کړې دي.»