1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د توکیو له لومړي کنفرانس څخه تر دویم پورې

۱۳۹۱ تیر ۱۶, جمعه

له څو اونیو راهیسې د توکیو کنفرانس د افغانستان رسنې پر خپل ځان باندې بسیا کړي دي. په پام کې ده چې افغانستان به په دې کنفرانس کې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۵م کال پورې د بیا رغاونې په برخه کې د ډاډ وړ مرستو ژمنې تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/15Rit

 ۲۳ کلن محصل رستم یعقوبي، وایي چې ډیری خلک هیله لري چې نړیواله ټولنه په توکیو کې د افغانستان له خلکو سره د اوږد مهالو همکاریو یوه واضحه ژمنه وکړي:

«زموږ هیواد نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. زه هیله لرم چې دغه شان مرستې بیا هم تر لاسه کړو چې وشو کولای د بیا رغونې کارونو ته دوام ورکړو.»

له افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو لومړنی کنفرانس د طالبانو د رژیم تر راپرځیدو لږ وروسته د ۲۰۰۲م کال د جنوري په میاشت کې په توکیو کې جوړ شوی وو. افغانستان د ۲۰ کلنې جگړې په ترڅ کې په بشپړه توگه له منځه تللی وو. په هغه وخت کې نړیوالې ټولنې پریکړه وکړه چې تر ۲۰۰۷م کال پورې به د افغانستان بیا رغونې ته ۵.۴ میلیارده ډالر مرسته وکړي.

په افغانستان کې له ۲۰۰۲ کال خڅه تر ۲۰۱۲ کال پورې پر مختگونه.
په افغانستان کې له ۲۰۰۲ کال خڅه تر ۲۰۱۲ کال پورې پر مختگونه.

تر هغه وروسته له افغانستان سره د مرستو په برخه کې په تر سره شوو کنفرانسونو کې دغه هیواد ته په میلیاردونو ډالر ځانگړي شول. اوس هم افغان دولت هیله لري چې د توکیو په کنفرانس کې چې د یکشنبې په ورځ کیږي د پخوا په څیر مرستې تر لاسه کړي. د افغانستان د مالیې وزیر عمر زاخیلوال، وایي چې دوی هیله لري چې پر دې سربیره شخصي پانگوال هم په افغانستان کې پانگونه وکړي:

«زموږ دښمنان د افغانستان له اقتصادي ودې څخه ډیر ویریږي او په همدې وجه هڅه کوي چې یو ډول ویره رامنځ ته کړي.»

زاخیلوال زیاتوي چې په دغه کار کې به طالبان او د افغانستان نور دښمنان بریالي نه شي. هغه په کابل کې د رسنیو د استازو پر وړاندې ډاډ ورکړ چې افغانستان به د ۲۰۱۴م کال او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یوازې پرې نه ښودل شي.

د افغانستان دولت له یوې څرگندې غوښتنې سره د توکیو کنفرانس ته ځي. دا په دې معنی چې له هغو مرستو څخه چې د توکیو په کنفرانس کې ئې له افغانستان سره ژمنه کیږي شاوخوا ۵۰ سلنه د افغان دولت په چوکاټ کې مصرفیږي. په داسې حال کې چې تر اوسه د دغو مرستو ۲۰ سلنه د افغان دولت له لوري مصرفیده. په افغانستان کې په پراخه کچه د اداري فساد له امله مرسته کوونکي هیوادونه حاضر نه وو چې خپلې مرستې یوازې د افغان دولت په لاس ورکړي.

د افغانستان د ولسي جرگې استازی عبدالقیوم سجادي وایي: « په تیرو لسو کلونو کې افغان دولت څو ځلې ژمنه وکړه چې د فساد پر وړاندې به جدي مبارزه وکړي خو په دې برخه کې لازم گامونه اخیستل شوي نه دي. نړۍ بیا هم هغه وخت له موږ سره همکاري کوي چې موږ په رښتیا د اداري فساد پر وړاندې مبارزه وکړو.»

سجادي په توکیو کې له مرسته کوونکو هیوادونو څخه غواړي چې له افغانستان سره مرستې د یوه قانونمند حکومت او په افغانستان کې د دموکراتیک پرمختگ له شرط سره وتړي. هغه وایي چې نړیوال باید افغان دولت ته یو سپین چک ور نه کړي.

په افغانستان کې له ۲۰۰۲ کال خڅه تر ۲۰۱۲ کال پورې پر مختگونه.
په افغانستان کې له ۲۰۰۲ کال خڅه تر ۲۰۱۲ کال پورې پر مختگونه.

د ولسي جرگې غړې او د ښځو د حقونو مبارزه فوزیه کوفي، وایي چې هیله لري چې د توکیو په کنفرانس کې د افغانستان ښځو ته توجه وشي. هغې د ښځو د یو شمیر نورو ټولنو سره یو ځای د توکیو کنفرانس ته د غوښتنو یو لست استولی دئ. میرمن کوفي وایي: «موږ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې د کیدونکو مرستو ۳۰ سلنه په مستیقمه توگه ښځو ته ځانگړې کړي. ښځې چې د افغانستان په راتلونکې کې مهم رول لري، مرستو ته اړتیا لري.»

فوزیه کوفي چې غواړې په ۲۰۱۴م کال کې د ولسمشرې په توگه د حامد کرزي ځای ناستي شي وایي چې «د نړیوالې ټولنې هوښیارتیا» ته هیله منده ده. نوموړې سیاستمداره میرمن په دې اند ده چې له افغانستان سره کیدونکې مرستې باید یوازې د پیسو ورکوونکو هیوادونو سره د نزدې همکاریو په ترڅ کې وشي.

دا به ډیر ژر روښانه شي چې ایا د توکیو په کنفرانس کې پر دغه شان غوښتنو غوږ نیول کیږي او که نه. خو پر دې ټولو سربیره حقایق داسې څرگندوي چې د توکیو په کنفرانس کې پر افغان دولت باندې د ۹۰ هیوادونو د استازو باور چندانې ډیر نه دئ.

رتبیل شامل آهنگ/ رسول رحیم/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش