1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د توکيو کنفرانس له ۱۷ ژمنو څخه مو ۱۳ پوره کړي دي»

محمد اسماعيل شاکر۱۳۹۲ بهمن ۹, چهارشنبه

د افغانستان مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال وايي په توکیو کنفرانس کې افغان حکومت د نړېوالې ټولنې د ۱۶ میلیارده مرستو په بدل کې ۱۷ ژمنې کړې وې چې له دې څخه يې ۱۳ ژمنې پر ځای کړي دي.

https://p.dw.com/p/1Az4X
انځور: AP

زاخیلوال چې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د جنورۍ ۲۹) یې په کابل کی د توکیو د چارچوب متقابل ځواب ویلو د څا رني او همغږۍ ګډ بورډ غونډې ته وینا کوله زیاته کړه چي په ترسره شویو ژمنو کې د بودجې سمون، ښه حکومتوالي، له فساد سره مبارزه او یو شمېر نوري برخې راځي.

د هغه په خبره پر پاتو ۴ ژمنو چې په هغو کې د قوانینو سمون هم شامل دی کار روان دی: «موږ په توکیو کنفرانس کې چې کومي ۱۷ ژمني نړیوالي ټولني ته ورکړي وې، په ټولو کې مو د پام وړ پرمختګ کړی دی.»

دغه راز، د مالیې وزارت د ملي پروګرامونو او تګلاري رییس امین حبیبي وویل چې د دې غونډي موخه په توکیو کنفرانس کي د مرستندویه هیوادونو د مرستو ژمني او د افغان دولت له خوا د دغو مرستو د ترلاسه کولو او مصرفولو د څرنګوالي څېړنه ده.

حبیبي وايي په توکیو کنفرانس کې نړېوالي ټولنی په ۹ برخو د مرستو ژمنه کړې وه. د دوی له ژمنو څخه یوه ژمنه دا وه چې د مرستو۵۰ سلنه به د افغانستان د ملي بودجې له لاري مصرفيږي چې ۴۷ سلنه په ۲۰۱۳ کال کې د ملي بودجې له لارې مصرف شوي دي:

«د توکیو په کنفرانس کي ځينو هيوادونو تر ۲۰۱۵ کال ځینو تر۲۰۱۷ کال او ان ځینو هیوادونو تر۲۰۲۴ کال پوري هم د مرستو ژمني کړي دي او د مصرف شوو مرستو په اړه کومي څېړني چې شوي دي افغان دولت او نړیوالي ټولني ته په دې اړه رپوټ د منلو وړ دی.»

په دې غونډه کې د کا بینې ځینو غړیو، ولسمشرۍ ته کانديدانو، د مدني ټولنو او۵۰ هیوادونو سفیرانو او استازو ګډون کړی وو.
د غونډي په پریکړه لیک کې په افغانستان کي د ۱۳ کلونو پرمختګونه ټولو ته د قناعت وړ وبلل شول او د مرستندویو هیوادونو استازو یووار بیا ژمنه وکړه چې د افغانستان د لاسته راوړنو د سا تني او لا پرمختګ په برخه کې به هڅې وکړي.

د توکیو کنفرانس د افغان چارواکو او مرستندویه هیوادونو د استا زو په ګډون د ۲۰۱۲ کال په جولای میا شت کي جوړشوی وو چي د توکیو چارچوب متقابل ځواب ویلو د څارني او سمون د ګډ بورډ د جوړیدو پریکړه هم پکښې شوې وه.