د توپک په مقابل کې گرافیتي د هنرمندانو د اعتراض ژبه
په ۲۰۱۴م کال کې په تایلینډ کې تر پوځي کودتا وروسته، حکومت پر رسنیو فشار او سانسور ډیر کړی دی. دې کار په بنکوک کې د هنرمندانو اعتراضونه را وپارول. خو په کابل کې هم هنر خاوندان آرام نه دي ناست.
گرافیتي په افغانستان کې
په افغانستان کې یو پوځي حکومت واکمن نه دی او د بیان آزادي هم شته، خو ستونزه په بل ځای کې ده. جگړه او افراطیان د هنري کارونو او بیان د آزادۍ مخ ته خنډ دي.
د سولې له پاره گرافیتي
ډیري گرافیتۍ چې د افغانستان د ښارونو پر دېوالونو او په ځانگړې توگه د کابل پر دېوالونو لیدل کیږي، په هغو کې د جگړې بندول او سولې ته رابللو په څیر موضوعاتو ته اشاره شوې ده.
د آزادۍ له پاره د رنگونو پاشل
آسین آسید، هغه هنرمند دی چې خپل مخ یې په ماسک پټ کړی، څو ونه پيژندل شي. هغه د خپلې گرافیتۍ وروستۍ برخه پر یوه دېوال بشپړوي. له کله راهیسي چې پوځیانو په تائلنډ کې واک ترلاسه کړی دی، په پراخه پيمانه د بیان د آزادۍ مخه نیول شوې. خو د هنر خاوندان چپ نه دي پاتې شوي او په خپلو آثارو سره اعتراض جاري ساتلی.
مات لاودسپیکرونه
اسید چې د برازیلي هنرمند کرانیو څخه یې الهام اخیستې دی وایې: «لاودسپیکرونه لکه د رسنیو په څیر کار کوي، دوی غواړي یو څه ووایې، خو ځواکونه د هغې مخه نیسي.» نورموړی زیاتوي: «د بوډۍ ټال رنگونه هم د آزادۍ معنی ورکوي.»
فریاد
«دا یو سیایسي عمل نه دی.» د دغې گرافیتۍ جوړونکی هنرمند وایې: کله چې خلک نه شي کولی په آزادانه ډول خپل نظر بیان کړي، نو د نورو لارو په لټه کې کیږي، څو خپلې ناراضایتۍ ښکاره کړي.
ورک شوي فعالان
د «دا یو سیاسي عمل نه دی » نندارتون، په تايلینډ کې د ودرک شوو فعالانو او د بشري حقونو مدافعینو تور او سپین رنگه انځورونه نندارې ته وړاندي کړي دي. جیراووت، وایې چې له ویرې یې نه دي غوښتي چې په مستقیم ډول نظامیانو ته اشاره وکړي.
آزادۍ ته ژمنتیا
جیراووت، باور لري چې بالاخره په هیواد کې به یې سیاسي وضعیت بدلون ومومي. هغه وایې: «مهمه نه ده چې موږ د یو نظامي دولت یا پادشاهې تر مشرتوب لاندی ژوند کوو. موږ د خپلو مفکورو د بیانولو له پاره دا ډول یو فضا ته اړتيا لرو».
د بشري حقونو له پاره گرافیتۍ
د افغانستان به عنعنوي ټولنه کې د ښځو د حقونو اړوند موضوعات په دغه هیواد کې د گرافیتۍ له نوو موضوعاتو څخه دي.
په افغانستان کې درې بعدي گرافیتۍ
شمسیه حسیني لومړۍ هنرمنده ده چې په افغانستان کې یې د درې بعدي گرافیتۍ ابعادو ته پراختیا ورکړه. د گرافیتۍ هنر په افغانستان کې په ځانگړي توگه د ښځینه هنرمندانو پام ځانته را اړولی دی.
له فساد سره د مبارزې له پاره گرافیتي
په افغانستان کې اداري فساد یوه ستره ستونزه ده. افغانستان د اداري فساد له مخې په نړۍ کې دویم ځای لري. فساد د دغه هیواد ټولنه او دولت نږدې فلج کړې ده. د افغانستان گرافیستان غواړي د خپل هنر په وسیله له دغې ټولنیزي ستونزې سره مبارزه وکړي.
د افغانستان د گرافیستانو ستونزې
گرافیتي یو ښاري هنر دی. په هغو هیوادونو کې چې جگړه پکښې روانه ده هنرمندان له خرابو او عمومي ځایونو څخه د خپلو مفکورو او انتقادونو د بیانولو له پاره کار اخلي.