د تونس د جمهور رئیس په اند نور اسد د ختمېدو په حال کې دئ
۱۳۹۱ اردیبهشت ۶, چهارشنبهاعلان
د تونس د جمهور رئیس منصف مرزوقي، په نظر د سوریې د ولسمشر بشارلاسد واک نور ختم سوی دئ. مرزوقي پرون د الحیات ورځپاڼي ته ویلي دي چې اسد به د قدرت څخه لیري شي. د هغه په خبره دا کار به اسد په ژوندون او یا هم په مرګ تر سره کړي.
په عین حال کی ده له روسیې، چین او ایران څخه وغوښتل چې د سوریې د رژیم نور ملاتړ و نه کړي بلکې اسد دې ته وهڅوي چې استعفأ ورکړي چې د سوریې د کړکیچ ختمیدو ته لاره هواره شي.