1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تور لسټ څخه د طالبانو د نومونو د ايستنې په هکله د افغانانو نظرونه

۱۳۸۹ مرداد ۱۳, چهارشنبه

لعل ګل لعل له تور لست څخه د يو شمير طالبانو د نومونو ايستل په هيواد کې د سولې په ګټه ګڼي او وايي چې بايد په افغانستان کې د جګړې ټولې خواوې خبرو اترو ته کښينې ځکه د جګړې له لارې د افغانستان ستونزه نشي حل کيدای.

https://p.dw.com/p/ObSy
افغانان به خپل هيواد کي د اوږدمهاله جگړې نه ستړي دي
افغانان به خپل هيواد کي د اوږدمهاله جگړې نه ستړي ديانځور: AP

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د يوې پريکړې له مخې طالبانو پورې اړوند د لسو کسانو نومونه د نوړې شورا له تور لست څخه ايستل شوي دي . همدارنګه د نوموړې شورا لخوا القاعدې پورې اړوند د پنځه ديرشو کسانو نومونه هم د امنيت شورا له تور لست حذف شوي دي .

د ملګرو ملتونو دغه پريکړه وروسته له هغې نه نيول شوې چې دوه مياشتې د مخه د سولې د ملي مشورتي جرګې غړو پريکړه وکړه چې له تور لست څخه د طالبانو د مشرانو نومونه وايستل شي او د همدغې پريکړې په بنسټ افغان دولت له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وکړه چې د پنځوسو تنو طالبانو نومونه له تور لست څخه حذف شي .

د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د دغه اقدام په وړاندې افغانان بيلابيل نظرونه او غبرګونونه څرګندوي . د چارو يو تن کارپوه مياګل وٍثيق وايي چې د هغو طالبانو نومونه د له تور لست څخه وايستل شي چې په رښتني توګه په هيواد کې د سولې غوښتونکي دي نه دا چې پرته له کومې څيړنې په داسې کار لاس پورې شي .

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان رييس لعل ګل لعل له تور لست څخه د يو شمير طالبانو د نومونو ايستل په هيواد کې د سولې په ګټه ګڼي او وايي چې بايد په افغانستان کې د جګړې ټولې خواوې خبرو اترو ته کښينې ځکه د جګړې له لارې د افغانستان ستونزه نشي حل کيدای.

د کابل ښار يوې تنې اوسيدونکې ميرمن تورپيکۍ وايي چې :

« د ملګرو ملتونو دغه پريکړه د بشري حقونو پرخلاف يو عمل دی ځکه د دې په اند هغه کسان د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په تورلست کې شامل شوي دي چې د هغوی لاسونه په وينو سره دي . »

د کابل ښار يو بل تن اوسيدونکی محمد اکبر وايي چې : که چيرې د هغو طالبانو نومونه له تور لست څخه ايستل شوي وي چې په جګړو کې ښکيل وي دا يو غير عادلانه عمل دی او که چيرې هغه طالبان چې په جګړو کې ښکيل ندي او نومونه يې له تور لست څخه ايستل شوي وي په دې صورت کې به د سولې لپاره ګټه ور تمام شي .

د يادونې وړ ده چې د افغاني طالبانو يو سلو اوه ديرش تنه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په تور لست کې شامل و چې تر دې د مخه هم د پنځو تنو نومونه له تور لست څخه ايستل شوي دي .

د طالبانو د واکمنۍ د بهرنيو چارو وزير وکيل احمد متوکل ، ملاعبدالسلام ضعيف او عبدالحکيم مجاهد هغه کسان دي چې د افغان دولت تر واکمنۍ لاندې سيمو کې ژوند کوي او نومونه يې له تور نوم لړ څخه ايستل شويدي.

خبريال: انور بری پال، کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی