1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د تورخم په برید کې څوک نه دي وژل شوي»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۱۱, دوشنبه

یو شمیر ځانمرگو برید کوونکو د دوشنبې په ورځ په سرحدي سیمه تورخم کې د امریکايي ځواکونو پر یوې اډې باندې برید وکړ. ویل شوي چې د دغه برید په پایله کې د ناټو یو مهم اکمالاتي سړک تړل شوی او د دغو ځواکونو څو موټر ویجاړ شوٍي.

https://p.dw.com/p/19Zx6
انځور: Reuters

یادښت: انځور له ارشیف څخه

د برید په ترڅ کې په سیمه کې څو چاودنې او د سپکو وسلو ډزې رامنځ ته شوې دي. یوه افغان چارواکي ویلي دي چې د دغه برید په پایله کې د امریکايي ځواکونو څو موټرو اور اخیستی دی.

طالبانو سمدستي د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته. په وروستیو ورځو کې دغې ډلې پر افغان او بهرنیو ځواکونو خپل بریدونو ته زور ورکړی دی چې له کبله یې ډیر ملکي تلفات رامنځ ته شوي دي.

ناټو د یوې بیانیې په ترڅ کې په تورخم کې پر خپلې اډې باندې برید تایید کړ او ویې ویل چې د دغه برید په ترڅ کې څو چاودنې رامنځ ته شوې دي. ناټو په عین حال کې روښانه کړه چې برید د دغه سازمان هیڅ کوم سرتیری نه دی وژلی. ناټو ډیر وخت په بریدونو کې د ټپي شویو سرتیرو په اړه معلومات نه خپروي.

د مومند درې ولسوال عیسی خان ځواک، ویلي دي چې په دې برید کې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وگړو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې. د تورخم سرحدي سیمه د ننگرهار ولایت په همدې ولسوالۍ کې پرته ده.

په همدې حال کې د ننگرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي، ویلي دي چې په پېښه کې څو تنو ځانمرگو برید کوونکو چې پر سپکو او درنو وسلو سمبال ول د تورخم په سیمه کې د ناټو پر یوې اډې باندې برید وکړ. دغه چارواکي زیاته کړې ده چې افغان او بهرنیو ځواکونو پر برید کوونکو باندې ځوابي ډزې هم کړې دي.

عبدالزي همداراز روښانه کړه چې د برید له کبله اوس په موقتي ډول د جلال آباد ښار او تورخم تر منځ لویه لار تړل شوې ده. دغه سړک په افغانستان کې د ناټو تر ټولو مهمه اکمالاتي لار بلل کیږي.

د ننگرهار ولایت د پولیسو مرستیال معصوم خان هاشمي، ویلي دي چې په هغې اډې کې چې طالبانو ورباندې برید کړی دی د افغانستان له بیلابیلو سیمو څخه د ناټو رارسیدلي موټر ولاړ ول چې يو شمیر یې د برید په ترڅ کې سوځیدلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، رسنیو ته یو ایمل استول دی چې په کې یې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې او ادعا یې کړې چې د برید په ترڅ کې د ناټو یو شمیر ټانکونه له منځه تللي دي. د مجاهد دغه ادعا تر اوسه پورې کومې بلې سرچینې نه ده تایید کړې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب