د تورخم سرحدي پوله یو وار بیا پرانستل شوه
۱۳۹۵ خرداد ۲۹, شنبه
د پاکستان له پلازمینې اسلام آباد څخه د ایسوشيټډ پرس خبري آژانس د ترلاسه شوو رپوټونو له مخې د پاکستان دوو امنیتي چارواکو د شنبې په ورځ (د جون میاشتې ۱۸) د تورخم بندر بیا پرانستل کیدل تائيد کړي دي.
تورخم د افغانستان له ننگرهار ولایت سره د پاکستان په شمال لویدیځ کې د خیبر ایجنسۍ په سیمه کې د خلکو د تگ راتگ او ترانزیت له پلوه تر ټولو مصروفه سرحدي دروازه بلل کیږي.
د څه مودي راهیسې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سیاسي اړیکو سربیره په دې وروستیو کې ورځو کې د سرحدونو په برخه کې هم د دواړو هیوادونو ارتباطات ډیر خراب شوي دي. د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ د ډزو تر تبادلې وروسته دغه سرحدي پوله تړل شوی وه.
پاکستان غوښتل چې دغه هیواد ته د غیرقانوني افغانانو د ورتگ د کنترول او مخنیوي له پاره په دغه ځای کې یوه نوې دروازه جوړه کړي، خو د افغان سرحدي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.ایسوشیټډ پرس د دغو دوو پاکستاني چارواکو په حواله ویلي دي چې د تورخم دروازه له شنبې ورځې څخه نه یوازې د نقلیه وسایطو، بلکې د هغو کسانو پر مخ هم پرانستل شوی چې پاکستان ته د سفر کولو قانوني اسناد ولري.
تورخم بندر یا دروازه د تیرې یکشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۱۲) بنده شوې وو چې له امله یې دواړو خواو ته په زرگونه پاکستاني او افغان اتباع بند پاتې شوي ول.
پر دې سربیره د سرحدي پولې دواړو خواو ته د ترانزیتي موټرو ډیر اوږده قطارونه بند پاتې دي. د تورخم پر پوله د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ په متقابلو ډزو کې لږ تر لږه ۳ تنه مړه او ډیر شمیر نور ټپیان شوي ول. په وژل شوو کې د دوو افغان پوله ساتو ځواکونو تر څنگ یو پاکستانې مېجر هم شامل دی.