د تفليس د ژوبڼ حيوانات سړکونو ته راوتلي
د گرجستان د پلازمېني تفليس د ژوبڼ زمريان، پړانگان، خرسان او نور حيوانات له هغه وروسته د ښار سړکونو ته راووتل چي تېز باران او سېل ئې دساتلو د ځايونو ديوالونه چپه کړل. دغه سېل تر اوسه ۱۲ انسانان وژلي دي.
د گرجستان د مرکز تفليس ښار ژوبڼ نزدې ټوله نړېدلی دئ. ويل کیږي چي شپږو پړانگانو، اتو خرسانو او شپږو زمريانو د دغه ښار کوڅو ته ځانونه روسلي دي.
په تفلس کي تېز باران او تر هغه وروسته سېل نزدې ۱۲ انسانان وژلي دي او ۱۰ کسان تر اوسه ورک دي. دولتي چارواکو له خلکو څخه غوښتي دي چي په خپلو کوڅو کي پاته سي، ځکه تر اوسه لا څو وحشي حيوانات په کوڅو کي گرځي.
د گرجستان ځانگړي ځواکونه او د تفليس ښار پوليس له ژوبڼ څخه د تښتېدلو سرموښانو د ښکار مسئوليت اخيستی دئ. نور حيوانات په داسي مرميو ويشل کيږي چي بې هوښه سي او وروسته ئې خوندي ځايونو ته انتقال کړي.
د تفليس له ژوبڼه اته خرسان هم په دې توانېدلي دي چي د ښار کوڅو ته ځانونه ورسوي. که څه هم ډېر حيوانات بيرته نيول سوي او خوندي ځايونو ته انتقال سوي دي، خو بيا هم ډېر حيوانات لا د ښار پر سړکانو گرځي. يو خرس د يوه کور کړکۍ ته پورته سوی.
د تفليس پوليس توانېدلي چي يو خرس د تلفيس ښار په زړه د سېل په منځ کي راگير کړي.
د تلفيس ښار په منځ کي د «کوريا» رود تر ډکېدو وروسته اوبه د دغه ښار کوڅو او بازارونو ته وبهېدلې او په لسونو کورونه يې ونړول او ډېر موټر ئې له ځانه سره وړي. د گرجستان د پلازمېني د اوسېدو ځيني سيمي له يوه مخه نړيېدلي دي.
د سېل پر مهال ۸ کسان ووژل سول چي درې ئې د ژوبڼ کارکوونکي ول. ويل کيږي چي دغه تېز باران د تفليس ښار ته نزدې ۹ ميليونه يورو تاوان رسولی دئ.