1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تر ټولو گړندۍ الوتکي ازموینه ناکامه سوه

۱۳۹۱ مرداد ۲۶, پنجشنبه

د امریکا پوځ د یوې داسي جټ الوتکي چې د ږغ تر سرعت شپږ واري گړندی مزل وهي ناکامه ازموينه وکړه. الوتکه تر لنډي الوتني وروسته په آرام سمندر کي را لوېدلې ده. د دې الوتکي تکنالوژي د پوځي هدف له پاره کارول کيږي.

https://p.dw.com/p/15qc2
انځور: Reuters/US Air Force

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي دي، چې دغه بې پیلوټه الوتکه تر رالوېدو وروسته په اوبو کي ټوټه ټوټه شوه. دغه الوتکي ته د Waverider نوم ورکړل شوی وو.

دغه الوتکه د لاس انجلس اوبو ته نزدې لوېدلې ده. چارواکو ویلي دي، چې د ازمایښت پر وخت د الوتکي ماشین سم کار و نه کړ او راولوېده.

د دې له پاره چې Waverider الوتکه خپله ازمایښتي الوتنه وکړي، د یوې بلي لويي الوتکي په واسطه هوا ته پورته شوه. د پلان له مخي باید د Waverider په الوتکه کې د سونگ ځای پر ځای شوو موادو په پنځو دقیقو کې د دې الوتکي سرعت په ساعت کې ۷۰۰۰ کیلو مترو ته رسولی وای. تر دې مرحلې وروسته باید د Waverider خپل ماشین فعاله شوی وای او د دې الوتکي سرعت ئې په ساعت کې ۱۰۰۰۰ کیلومترو ته رسولی وای.

خو دغه کارونه ټول د پلان له مخي پرمخ نه ولاړل او له دې کبله د دې الوتکې ازمایښتي الوتنه د هغې لومړی او وروستی پرواز وو. د متحده ایالاتو د پوځ د هوایي څانگي له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي: «کله چې دا الوتکه له خپلو سوځیدونکو موادو څخه جلا شوه نو ماشین ئې د پلان له مخي کار و نه کړ.»

تر دې دمخه هم دغه ډول دوې الوتکي ازمایل شوي وې. اوس کارپوهان په دې اړه څېړنې کوي چي ولي د Waverider ماشین خپلي دندې په سم ډول اجرا نه کړې.

د امریکا د پوځ په فرمایش د بوینگ الوتکو جوړولو شرکت څلور Waverider الوتکې جوړي کړي وې. له غو الوتکو څخه درې ئې د پوځ له خوا ازمایل شوي دي. او یوازي یوه بله پاته ده. دا لا تر اوسه پوري نه ده معلومه چې پوځ به وروستۍ الوتکه کله او تر کومو شرایطو لاندې وازمويي.

که دغه ازمويني نتيجه ورکړي او د الوتکو د جوړولو شرکتونه په دې وتوانیږي چي د دې تکنالوژۍ په کارولو سره لویې الوتکي جوړي کړي، نو له لندن څخه نیویارک ته پرواز به یوازي یو ساعت وخت ونیسي.

خو د امریکا د متحده ایالاتو پوځ غواړي چې د Waverider د تکنالوژۍ په کارولو سره ډير چټک توغندی جوړ کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل