1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «تر ټولو ستر اتل» محمد علي کلې ژوند ته لنډه کتنه

آژانسونه / ب. ص.۱۳۹۵ خرداد ۱۵, شنبه

محمد علي چې په لومړیو کې به یې خپله د بوکس په ډګر کې د خپلې برترۍ خبرې کولې، وروسته کارپوهانو په یوه خوله تائید کړه چې د ثقیل وزن بل هیڅ کوم باکسر دومره تیز او چټک نه وو لکه محمد علي چې په خپل عصر کې چټک وو.

https://p.dw.com/p/1J0S7
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. D. Easley
د محمد علي کلې ویاند باب ګونل د نوموړي د مړینې په اړه توضیحات په دې ډول ورکړل: محمد علي د پارکنسون د ناروغۍ سره د ۳۲ کلنې مجادلې وروسته د ۷۴ کلنې په عمر د نړۍ سترګې پټي کړي.

د ثقیل وزن دا پخوانی سوک وهونکی د پنجشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د آریزونا ایالت د فونیکس ښار یوه روغتون ته د تنفسي ستونزې له امله ور وړل شوی وو.

یوه بې مثاله ژوند ته کتنه

محمد علي له دې امله بوکسر شو چې بایسکل یې چا غلا کړی وو. هغه وخت ۱۲ کلن وو او د «کِشیوس مارسلوس کلی» جونیر په نوم د امریکا کنتاکي ایالت په لوییویل ښار کې اوسیده. د سوکوهنې په نړۍ کې د محمد علي معرفي کونکې جو مارتین کیسه کوي چې کلی په ژړا ماته راغی او قسم یې وخوړ چې د بایسکل غل به ښه و ډبوي.

جو مارتین د بې وزلې کورنۍ دا تور پوست ځوان په اصطلاح تر خپل سیوري لاندې ونیو. مارتن وايي: «دی د ټولو ماشومان څخه زیات زحمتکش وو.» که څه هم چې د کلی د سوک ضربه هغه وخت دومره قوي نه وه خو ډیر ژر یې تیز حرکات زده کړل او ډير چټک شو.

کلی د ۱۸ کالو په عمر په ۱۹۶۰ م کال کې په روم کې د اولمپیک لوبو د ثقیل وزن اتل وګرځيد. ویل کیږي چې نوموړي خپل د سرو زرو مډال بیا وروسته د اوهایو سیند ته غورځولې وو ځکه چې دی د تور پوستانو سره د دوی د زوکړې په ښارونو کې توپیري چلند سخت په غصه کړې وو. کلی له ۱۰۸ لوبو څخه د ۱۰۰ تر ګټلو وروسته د اماتور باکسنګ سره مخه ښه وکړه او په مسلکي توګه یې سوکوهنې ته ادامه ورکړه. د لوییویل ښار ۱۱ سپین پوستو سوداګرو په ګډه تصمیم ونیو څو ده ته د حرفوي سوکوهنې لار هواره کړي.

«زه تر ټولو ستر یم»

دی با استعداده بوکسر ته د یوه متکبر او ځان ستایونکي تن په توګه کتل کیدل. کلی به د سیالیو مخکې ځان «د تاریخ د بهترین او قوي بوکسر» په توګه یادوه او خپل حریف به یې مسخره کاو. کلی، د ۱۹۶۴م کال په فیبرورۍ میاشت کې د نړیوال اتل د کمربند د ترلاسه کولو له پاره د سني لیستون سره په خپله لومړۍ مسابقه کې ډیر کم پلویان درلودل. خو لیستون په شپږم راوند کې خپله ماته ومنله. کلی د مایکروفون له لارې په ډډ غږ چیغه کړه: «زه تر ټولو ستر یم.»

نوموړي هماغه وخت د «امت اسلام» په نوم سازمان غریتوب ترلاسه کړ چې مشري یې یوه فعال او د مدني حقونو یوه مدافع مالکوم ایکس کوله. ده خپل نوم د کشیوس کلی نه محمد علي ته بدل کړ. کله چې محمد علي په ۱۹۶۸م کال کې د سمندري ځواک په برخه کې خدمت رد کړ نو نه یې یوازې د بوکس لایسنس له لاسه ورکړ بلکې د پنځوو کالو په بند هم محکوم شو. خو د نغدي جرمانې په ورکولو سره نوموړې په استثنايي توګه زندان ته لاړ نه شو. محمد علي په خپلو بیانیو کې په ښکاره توګه د ویتنام پر جګړه سخت انتقادونه کول.

د پیړۍ سیالي

د ریچارد برتون او هنري فوندا په څير هنرمندانو او روشنفکرانو، همدا راز د هالي وډ هنرمندانو او لیکوني ترومن کاپوتي په ګډه سره هڅې وکړې چې محمد علي بیرته د بوکس رینګ ته د تلو اجازه ترلاسه کړي. اجباري دمه درې کاله غځيده. د ۱۹۷۱م کال د مارچ په ۸ نیټه محمد علي په نیویارک کې د هغه وخت د نړیوال اتل جو فریزر سره په اصطلاح د «پیړۍ په سیالۍ» کې مخامخ شو. دا مبارزه د لوبو د یوې سیالۍ ور اخوا وه. علي ته د فریزر برعکس د خپلو سیاسي فعالیتونو له امله د یوه امریکا ضد په سترګه کتل کیدل. د ۱۵ راونډونو وروسته فریزر د زیاتو پواینتونو د درلودو له امله پر علي بریالی شو.

بیا وروسته په ۱۹۷۵م کال کې علي وتوانید په مانیلا کې فریرز ته په څوارلسم راونډ کې ماته ورکړي.

خو محمد علي ډيرې نورې مسابقې ترسره کړي چې ساري یې نه لیدل کیږي. د مثال په توګه د «ځنګله د مبارزې» په نوم مسابقه کې محمد علي په ۱۹۷۴م کال کې په کنشاسا کې جورج فورمن ته د مبارزې بلنه ورکړه. فورمن تر هغه وخت کله شکست نه وو خوړلی او په زیاتره سیالیو کې یې خپل حریفان په یوه فني ګوزار یا «ناک اوت» له پښو غورځولي ول.

محمد علي په لومړیو راونډو کې د شا او خوا ۱۰۰ زره نندارچیانو په حضور کې فورمن د رینګ تر څنډو پورې محدود کړې وو او بالاخره په اتم راونډ کې یې دغه د ثقیل وزن بوکسر پر ځمکه را ګوزار کړ. علي په دې توګه په دویم ځل د نړیوال اتل لقب خپل کړ.

افغانستان ته سفر

د ۱۹۸۱ م کال په پای کې د سوکوهنې په ډګر کې د ۴۰ کالو تیرولو وروسته محد علي د تریفور بیربیک څخه تر ماتې خوړولو وروسته له مسلکي بوکس لاس واخیست. دی هماغه وخت د پارکنسون په مرض اخته شو. د ژبې بندیدل، د بدن لړځیدل او په حرکاتو کې سستي نوموړي ته ښايي د هغو ګوزارونو له امله ور پیښ شوي ول چې د کالونو په اوږدو کې یې د سوکوهنې په سیالیو کې پر بدن خوړلي ول. په ۱۹۹۹م کال کې د اولمپیک کمیټې محمد علي ته د «پیړۍ د ورزشکار» لقب ور کړ.

ده په ۲۰۰۲م کال کې د افغانستان څخه لیدنه وکړه څو د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته هغو ستونزو ته د نړیوالو پام واړول شي چې افغانان او افغانستان ورسره همدا اوس هم لاس او ګریوان دي.