1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې په ساحل کې په کښتۍ کې سپاره ۱۱ مهاجرین ډوب شوي

۱۳۹۶ فروردین ۶, یکشنبه

د رسنیو د رپوټونو له مخې د مهاجرینو یوه کښتۍ د ترکیې په ساحل کې ډوبه شوې چې ۱۱ کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هوا په ګرمیدو سره د کښتیو له لارې د مهاجرینو په تګ کې زیاتوالی راغلی او تلفات یې هم لوړیږي.

https://p.dw.com/p/2Zz19
Libyen - Flüchtlinge auf überladenem Boot warten auf Rettung
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

د «دوګان» په نامه یوې رسنۍ د جمعې په ورځ خبر ورکړی چې د آیدین ایالت د اژه په سمندر کې د ۲۲ مهاجرینو د سپرلۍ یوه کښتۍ ډوبه شوې. رپوټ همدا راز زیاتوي چې د دې پیښې ۱۱ جسدونه د سمندر څنډې ته انتقال شوي او اوه کسان بیا له مرګ څخه ژغورل شوي دي. په دې پیښه کې لا تراوسه څلور کسان تري تم دي.

د قاچاقبري کړیو کښتۍ زیاتره په سمندر کې د سفر له پاره برابرې نه وي او له همدې امله ګڼ شمیر مهاجرین اروپا ته د تګ په موخه په سمندرونو کې ډوبیږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د تیر ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د مهاجرینو پر سر یو تړون لاسلیک شو. د دې تړون له مخې ترکیه اړ ده چې له خپلې خاورې یونان ته د مهاجرینو د تګ مخه ونیسي او د یونان له ټولو جزیرو څخه مهاجرین بیرته په خپله خاوره کې ځای پر ځای کړي. د دې توافقنامې په بدل کې اروپايي ټولنې ترکیې ته د میلیاردونو یورو ورکول منلي وو.

د ترکیې او اروپايي ټولنې په دې توافقنامه کې داسې ماده هم شته چې له مخې یې ترکیه اړ ده چې له خپلې خاورې څخه غربي اروپا ته د ناقانونه مهاجرت د لارو مخنیوی وکړي. د توافقنامې له هوکړې وروسته ترکیې تر ډیرې کچې پورې اروپا ته د مهاجرینو د تګ مخه ډپ کړې ده.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د کمیشنرۍ د رپوټ په حواله، له ۲۰۱۴م کال راهیسې کابو ۱۰ زره کسانو د مدیترانې په سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. یوازې په روان کال کې اروپا ته د رسیدو په موخه د مهاجرینو د مرګ شمیره ۲۸۰۰ کسانو ته رسیدلې ده.