1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې نوي صدراعظم خپله کابینه معرفي کړه

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۷, جمعه

د ترکیې نوي صدراعظم داود احمد اوغلو، د خپل حکومت نوې کابینه اعلان کړه، چې زیاتره وزیران یې د رجب طب اردوغان له حکومت سره تړاو لري. رجب اردوغان تیره ورځ د ترکیې د ولسمشر په توگه لوړه وکړه.

https://p.dw.com/p/1D3kW
انځور: Reuters

د ترکیې نوي صدراعظم داود احمد اوغلو د جمعې په ورځ د خپلې کابینې لېست وړاندې کړ. په نوې کابینه کې د اردوغان د کابینې په پرتله یوازي څلور بدلونونه رامنځ ته شوي دي.

داود اوغلو چې د اردوغان په کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر وو، خپل وزارت مولود چاوش اوگلو، ته سپارلی دی. چاوش اوگلو چې ۴۶ کاله عمر لري پخوا د اروپايي ټولني له پاره د ترکي چارو وزیر وو او د اوسني واکمن گوند عدالت او پرمختگ (AKP) له بنسټ ایښودونکو څخه شمیرل کیږي.

همداشان په نوې کابینه کې پخوانی سفیر فولکان بوزکیر، د چاوش اوگلو پر ځای ټاکل شوی دی. په کابینه کې بله نوې څیره یلسین اکدوگان، دی چې پخوا د اردوغان له سلاکارانو څخه وو او اوس د مرستیال لومړي وزیر په توگه ټاکل شوی دی.

له اټکلونو سره سم د اقتصاد او مالیې چارو وزیران پر خپلو څوکیو پاته شوي دي. په کابینه کې یوازنۍ ښځینه وزیره آسینور اسلام، ده چې د فامیلي او اجتماعي چارو وزارت ورته ورسپارل شوی دی.

اردوغان، چې پخوا د حکومت مشر وو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اگست ۲۸مه) د ترکیې د ولسمشر په توگه لوړه وکړه او په دې سره یې تر یوې لسیزي زیاتي مودې خپل واک نور هم وغځاوه. هغه د روان میلادي کال د اگست میاشتې پر لسمه نېټه تر سره شوي ولسمشریزي ټاکني گټلي وې. هغه په دغو ټاکنو کې ۵۲ سلنه رایې تر لاسه کړي وې. دا لومړی وار وو چې ترکانو په مستقیمه توگه خپل ولسمشر وټاکه.

داود اوغلو باید د پارلمان له خوا تائید شي. د عدالت او پرمختگ گوند خپلو کاندیدانو ته اجازه ورکړې ده چې پر یوه څوکۍ د درو دورو له پاره پاته کېدلای شي، نو په دې سره ښایي چې نوي ستر بدلونونه به په راتلونکو عمومي ټاکنو کې رامنځ ته شي.