1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې پوځ په هېواد کې له اسلامي نظام څخه اخطار ورکوي

۱۳۸۶ اردیبهشت ۵, چهارشنبه

وروسته له هغې چې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير عبدالله گل ځان د رياست جمهورۍ ټاکنو ته کانديد کړی دی، د ترکيې پوځ يو ځل بيا د دولت او مذهب پر بېلتون ټينگار کوي.

https://p.dw.com/p/DKEc
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير عبدالله گل
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير عبدالله گلانځور: AP
د ترکيې د پوځ مرستيال مشر ارگون سيگون وويل راتلونکی ولسمشر بايد د نوموړي هېواد اساسي قانون ته درناوی وکړي په کوم کې چې د دين او دولت بېلوالی راغلی دی. د ښاغلي گل اسلامي او محافظه کاره گوند چې «ای کې پي» نوميږي، په پارلمان کې غوڅ اکثريت لري او ښاغلی عبدالله گل يې د اوسني ولسمشر د ځايناستي په صفت معرفي کړی او ده ځان کانديد کړی دی. مخالف گوند په دوی باندې تور لگوي چې غواړي په ترکيه مې ورو ورو اسلامي نظام راولي.