1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې پولیسو ۶ مهاجر د قاچاقبرانو له منګولو خلاص کړي

۱۳۹۵ دی ۱۶, پنجشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله د ترکي پولیسو ۶ تنه پاکستانيان د انساني قاچاقبرانو له منګولو خلاص کړي دي. ویل کيږي چې له برمته شویو کسانو څخه تن وژل شوی هم دی.

https://p.dw.com/p/2VK3I
Bulgarien Flüchtlingslager in Charmanli Flüchtling Gülachmad
انځور: DW/T. Vaksberg

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د چهارشنبې په ورځ خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د ترکيې پولیسو په استانبول کې د پاکستان جنرال قونسلګرۍ ته ویلي دي چې د انساني قاچاقبرانو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې یې ۶ تنه پاکستاني اتباع د دوی له بند څخه خلاص کړي دي.

په دغه مطبوعاتي اعلامیه کې زیاته شوې ده چې فیصل امين، عادل احمد، محمد زیشان، عابد، عثمان علي او اشبر احمد هغه کسان دي چې د ترکيې پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې آزاد شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله په داسې حال کې چې ترکي چارواکي د دغي پيښي په اړه د قانوني مراحلو په بشپړولو بوخت دي، په استانبول کې د پاکستان قونسلګري په دوامداره توګه له ترکي پولیسو سره په ارتباط کې دي.

مخکې تر دې د آلمان په دریسدن ښار کې یوه پاکستاني مهاجر شهزاد حسن له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي ول چې د برمته شویو ځوانانو څخه د ذیشان عبدالخالد ورور نعیم عبدالخالد د هغه ملګری دی.

د نعیم په حواله هغه به هره ورځ پر دغو ځوانانو د ترسره کیدونکي ظلم او شکنجې ویډیوګانې ترلاسه کولې. د هغه په خبره په ویډیوګانو کې به د دغو پاکستاني مهاجرو د آزادولو له پاره له هغه څخه د ۲۰۰۰۰ امریکایې ډالرو غوښتنه کیدله.

یو پيښورې وژل شوی

د شهزاد حسین په حواله د ذیشان او هغه د دوستانو سره په مجموع کې څلور تنه ځوانان کردانو برمته کړي ول چې په دوی کې یو تن چې په پاکستان کې د خیبر پښتونخو ايالت د پیښور ښار اوسیدونکی وو، ویل کیږي چې وژل شوی دی.

حسین وایې چې د ذیشان له ورور نعیم عبدالخالد سره په ترکیه کې بلد شوی وو. د شهزاد حسین په خبره هغه په ترکیه کې ډیر بلد دی او دوستان لري، نو له همدې امله کله چې د نعیم عبدالخالد ورور برمته شو، له ده (شهزاد حسین) څخه یې د مرستي غوښتنه کړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد د اتباعو د آزادولو په برخه کې د ترکیې د پولیسو له خوا پر وخت اقدام له امله د ترکيې له حکومت څخه مننه کړې.

نور مطالب: