1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې رفرنډم، يوه تعيينونکې ورځ

۱۳۹۶ فروردین ۲۷, یکشنبه

د رياستي نظام د پلي کېدو په سر تر ناندرئيز کمپاين وروسته اوس ترکان پرېکړه کوي، چې آيا غواړي د اردوغان قدرت زيات کړي يا دا چې اوسنی حالت په خپل ځای پاته شي؟ د ترکيې د تعيينونکې او سرنوشت سازې ورځې په هکله مطلب دلته ولولئ:

https://p.dw.com/p/2bJ0A
Türkei Referendum Wahllokal in Istanbul Präsident Erdogan
انځور: Reuters/M. Sezer

په تقريبا ۵۵ ميليونو رايه ورکوونکو باندې غږ شوی دی چې په رفرنډم کې برخه واخلي او د هو يا نه رايه په اساسي قانون کې د تغييراتو په سر وکاروي. په خارج کې سربېره پر دې ۲،۹ ميليونو ترکانو هم په دغه ولس پوښتنه کې د ګډون حق لري، چې له ترکيې څخه دباندې يې رايه اچونې تر سره کړې دي.

ولسمشر رجب طيب اردوغان، چې له اوږدې مودې راهيسې په زياتو صلاحيتونو پسې تلاش کوي، تر وروستيو شېبو پورې د مثبتو رايو له پاره تبليغ کړی دی. خو ترکيه په دغه پوښتنه کې سره وېشلې ده: د وروستيو نظرپوښتنو له مخې په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو پلويان له مخالفينو څخه يوازې لږ څه مخکې دي.

د ولسمشر له پاره خورا زيات واکونه

له يوې پارلماني دموکراسۍ څخه د رياستي نظام په لور حرکت، دا د اسلامي محافظه کار سياستوال، اردوغان، اصلي پلان دی. د صدراعظم دنده چې د حکومت د چارو مخ ته بيول ورسره تړلي دي، به په دې ترتيب نوره نه وي.

ولسمشر ته به د نورو صلاحيتونو تر څنګ دا واک هم په لاس ورشي چې د فرمان له مخې واک وچلوي، بېړنی حالت اعلان او پارلمان منحل کړي، وزيران ونوموي او له دندو څخه يې ګوښه کړي. سربېره پر دې به هغه د قاضيانو او څارنوالانو د شورا له ۱۳ غړو څخه د شپږو د نومولو صلاحيت هم ولري. د اردوغان استدلال دا دی چې په ناکرارو وختونو کې يعنې د تېر کال د جولای مياشتې تر ناکامې کودتا وروسته يو پياوړي مشرتابه ته اړتيا شته. خو انتقاد کوونکي بيا دموکراسي، بشري حقونه او د مطبوعاتو آزادي تر ګواښ لاندې بولي. په دې وروستيو کې اردوغان په ولس پوښتنه کې د بريا په صورت کې د اعدام د حکم بيا پلي کېدل اعلان کړي وو.

يوه چوکۍ، دوې دندې

که په رفرنډم کې د نيمې برخې څخه زياتې رايې په اساسي قانون کې د اصلاحاتو په نفع وکارول شي، به اردوغان د حاکم ګوند «آی کی پي» مشر هم بېرته جوړ شي. دغه وظيفه يې د ولسمشرۍ په منلو سره په رسمي ډول له لاسه ورکړې ده. دغسې ورته اصلاحات به هم يوازې په تدريجي ډول پلي شي. د ۲۰۱۹ کال د نومبر په مياشت کې تر پلان شوو انتخاباتو وروسته به ولسمشر ته دواړه دندې، يعنې د دولت او د حکومت مشري ورپه برخه شي.

اردوغان د ۲۰۱۴ کال راپه دې خوا د ترکيې ولسمشر دی، وروسته له هغه چې څه باندې يوه لسيزه يې د صدراعظمۍ دنده هم اجرا کړې ده. د کودتا د هڅې راهيسې په هېواد کې بېړنی حالت دوه وارې تمديد شوی دی، چې له مخې يې اردوغان کولای شي د فرمان له لارې حکم وچلوي. د نن ورځې په رفرنډم کې ټاکنيز مرکزونه د ترکيې په وخت د مازديګر په پنځو بجو تړل کيږي. لومړنۍ پايلې ښايي د ماښام او شپې له خوا خپرې شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.01.2017):