1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترور په وړاندي نوی دفتر

۱۳۹۰ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

پر امريکا متحده ايالاتو د القاعدي د بريد څخه 10 کاله وروسته اوس هم د نړۍ حکومتونه د تروريزم پر ضد د يو ګډ سياست لپاره مبارزه کوي. تر اوسه پوري پوليسو يا استخباراتو داسي کومه اداره نه ده جوړه کړي.

https://p.dw.com/p/12Dgs
انځور: DW / fotolia

د ترورزم په وړاندي په مبارزي کي د اروپايي هيوادونو همکاري د يولسم د سپټمبر2001 کال څخه وروسته هم زياتره د يوي غوښتني شکل درلوده نه د يو واقعيت، خو کله چي د 2004 کال د مارچ په مياشت کي د هسپانيي په پلازمينه مادريد کي د اورګاډي په يو تم ځاي کي څو بمونه وچوديدل او شاوخوا 200 تنه يي ووژل، اروپايي ټولنۍ د ترورزم په وړاندي د همکاريو يو همغږي کونکۍ ؤ ټاکلو، دغه کس د ګايزدي فريس په نامه يو هالنډي ؤ. دي فريس خپله دنده په لنډ ډول داسي واضح کړله.

« د معلوماتو تبادله ډير ارزښت لري. مونږ د( اروپا د پوليسو د اداري) له خوا اجازه ورکړله چي د اروپايي هيوادونو پوليس بايد خپل معلومات شريک کړي. زمونږ څارنوالان کولاي شي چي د (اروپا د فضايي اداري) له لاري معلومات يو د بل په اختيار کي ورکړي، په دي توګه کيداي شي چي د سرحد هغې غاړي ته هم په ښه توګه همکاري ترسره شي. وروسته له دي نه د ترورزم د تمويل په وړاندي قوانين وضع کوو. ترورستان پيسو ته اړ دي او مونږ بايد پرينږدو چي دوي پيسي ترلاسه کړي، او د دي کار لپاره هم يو نړيوالۍ همکارۍ ته ضرورت دي.»

خو دغو همکاريو، سخت مراقبت او نظارت ؤ نه شو کولاي چي د 2005 کال د لوي بريد مخه ونيسي. د همدي کال د جولاي په مياشت کي د لندن د اورګاډي په مترو او يو ښاري بس کي چاودنو 56 تنه ووژل.

له هغي وروسته د اروپا د اتحاديي د پوليسو او استخباراتو د ادارو د وينا پر اساس، دوي د ډيرو ترورستې بريدونو د رامنځته کيدو څخه مخنيوي کړي دي. د اروپايي هيوادونو استخباراتو د امريکا د استخباراتې اداري سي آي اي سره د معلوماتو د شريکولو په خاطر د فرانسي د پلازمينۍ پاريس په شاوخوا کي يو ګډ مرکز جوړ کړ.

د بلجيم د هيواد څخه اماژيل دي کرکوفه چي د (دي فريس) ځاي ناستي او د ترورستې فعاليتونو پر ضد د همکاريو د همغږه کولو دنده لري، حتي د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته هم د امنيتي وضعي د خرابوالې څخه خبرداري ورکوي. نوموړي وايي:

« د ډيرو کلونو راهيسي د القاعدي د مرکز نفوذ او تاثير کم شوي دي . د بن لادن وژني دغه هسته نوره هم کمزوري کړله. خو حتي په هغه وخت کي چي اسامه بن لادن نور د دي سازمان مشري نه کوله ، بياهم د تل لپاره يو سمبول ؤ. او دغه سمبول يودم لمنځه نه ځي.»

د همهغه پيل راهيسي د اروپا د ترور ضد تدابيرو انتقاد کونکۍ درلودل. ډير کارپوهان د ښار په مختلفو برخو کي څارونکې کمري او په هوايي ډګرونو کي د شديدو امنيتي تدابير او د تليفونۍ او انټرنټي خبرواترو څارل، دغه تدابير ډير افراطي بولې او انتقاد پري کوي، چي په دي توګه د هر چا د آزادي حق په شديد ډول محدوديږي.

د الوتکو د مسافرو او همدارنګه بهر ته د پيسو د انتقال د معلوماتو په اختيار کي ورکول هم په دغو تدابيرو کي شامل دي. د اروپا په پارلمان کي د المان د زرغون ګوند استازي يان فيليپ البريشت دا کار د قانون له نظره ردوي.

« زه فکر کووم چي مونږ بايد اوس د اروپا د اتحاديي د ترورزم ضد تدابير د وخت پر اساس او د تروريزم په وړاندي د هغي د اغيزمنتوب پر اساس په ډيره دقيقه توګه د سره ؤ څيړو. همدارنګه مونږ بايد د دغو تدابيرو ضرورت ارزيابي کړو. شايد ځيني تدابير د وضعيت د خرابوالۍ له امله ډير ژر ونيول شي، او مونږ بايد هغه اصلاح کړو او حتي هغه شايد ختم کړو. د بيلګي په توګه د مخابراتې معلوماتو ثبتول او ذخيره کول.»

دغه استدلال اکثرآ د معلوماتو د ساتني او د امنيت د ارزيابي تر منځ د توازن د برابرولو په اړه ترسره کيږي. خو د ژيل دي کرکوفه په اند په دي اړه هيڅ ډول د وينا تضاد موجود نه دي. نوموړي ټينګار کوي چي د تهديدونو د بڼۍ په بدلون سره بايد اوس ډير معلومات راټول شي.

د يولسم د سپټمبر د پيښي نه لس کاله وروسته، سره د اوسنيو همغږيو اروپايان اوس هم په دي نه دي بريالې شوي چي د ترورستي بريدونو څخه د مخنيوي د خبردارې لپاره يو واحد سستم رامنځته کړي چي د امريکايي سستم سره د پرتله کيدو وړ وي. د اروپا د اتحاديي د غړو هيوادونو د کورنيو چارو د وزيرانو په قول: د ترورستي تهديدونو وضعه په هر يو هيواد کي جلا ده او يو له بله فرق کوي.