1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ترور پر ضد جگړه د اسلام ضد جگړه نه ده»

آزانسونه۱۳۹۳ بهمن ۳۰, پنجشنبه

د امریکا ولسمشر اوباما ویلي دي چې د ترهگرۍ ضد مبارزه یوازې د زور له لارې بریالیتوب ته نه رسیږي. د هغه په وینا سړی باید د هغو افراطی لسمونکو مخه ونیسي چې د «اسلام ترنامه لاندې د خپلو ناولو هدفونو له پاره ځوانان جذبوي.»

https://p.dw.com/p/1EeWR
د متحده ایالاتو ولسشمر بارک اوباما
د متحده ایالاتو ولسشمر بارک اوباماانځور: AP

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په واشنگټن کې د «افراطیت او ترهگرې ضد» یوې سرمشریزې ته وویل چې «هیڅ دین د زور زیاتیو او تروریزم» مسوولیت پر غاړه نه لري او نه هم «ترهگر د نړۍ د یو میلیارد مسلمانانو استازیتوب کولای شي.»

د متحده ایالاتو ولسمشر په دغې غونډې کې چې د نړۍ د یو شمیر هیوادونو لوړ پوړي چارواکي، سیاستوال او کارپوهان په کې راټول شوي وو، د ترهگرۍ او بیا په خاصه توگه د «اسلامي دولت» نومې افراطي ډلې پر ضد د غوره ستراتیژۍ د طرحه کولو له پاره هڅه وکړه چې د اسلام او ترهگرۍ ترمنځ یوه ښکاره کرښه وباسي: «موږ له اسلام سره په جگړه کې نه یو. بلکه د هغو افراطینو پر ضد جگړه کې یو چې له اسلام څخه ناوړه گټه پورته کوي».

خو په سپینې ماڼۍ کې جوړ شوي په دغه کنفرانس کې اوباما د مسلمانانو د ټولنو له استازو څخه وغوښتل چې خپلو خلکو ته روښانه کړي چې لویدیځ د هغوی د «دین د ټکولو» په لټه کې نه دی. اوباما د غوښتنې په توگه څرگنده کړه: «کله چې افراطیون له خپلو درواغو سره هلې ځلې کوي چې داسې ښکاره کړي چې گواکې زموږ هیوادونو له مسلمانانو سره د دښمنۍ لاره نیولې ده، نو دا زموږ دنده ده چې هغوی ته ووایو چې دا صحیح خبره نه ده. صحیح خبره دا ده چې موږ د ټولو ادیانو پیروانو ته هرکلي وایو.»

د متحده ایالاتو ولسمشر وویل چې د افراطیت او ترهگرۍ پر ضد مبارزه د ټولو دنده. هغه وویل چې په دغې مبارزه کې باید ټولنیز سازمانونه او کورنۍ هم خپلې ونډې ولري، ځکه دوی لومړني کسان دي چې د یو شخص په حالت کې د بدلون نښانې ویني: «موږ باید دا ومنو چې زموږ تر ټولو ښه شریکان کورني او محلي ټولنې او جماعتونه دي چې د ترهگرۍ پر ضد مبارزه کې موږ سره مرسته کولای شي. هغوی کولای شي چې ځوانان له افراطي ایدیالوژیو وژغوري. د لوړ کیفیت ویډیوگانې، آن لاین مقالې او مجلې، تروریستي تویتر اکاونتونه او د ټولنیزو شبکو پاڼې، دا ټول داسې جوړ شوي دي چې نن ځوانانو ته په سایبري ساحه کې پیغامونه خپروي.»

د ترهگرۍ او افراطیت پر ضد مبارزه

د افراطیت ضد دغه کنفرانس کې اوباما دغه راز وویل چې پر ترهگرۍ باندې غلبه یوازې د پوځي عملیاتو له لارې نه ترلاسه کیږي. هغه وویل چې په دې برخه کې پریکړنده خبره دا ده چې د دغه ناولي کار د «پردې ترشا کسانو چې په امریکا او اروپا کې ځوانان تند لارۍ، لمسونې او جهاد له پاره جذبوي، ضد عمل وشي.» اوباما زیاته کړه: «دا باید هغوی ته روښانه کړای شي چې نه داعش او نه هم القاعده دینی مشران لري او نه هم مجاهدین. هغوی په حقیقت کې بې رحمه ترهگر دي.»


په پاریس او کوپنهاگن کې وروستیو حملو ته په کتو سره د سپینې ماڼۍ دغه درې ورځني کنفرانس کې مهمه موضوع دا وه چې د ترهگرۍ او افراطیت پرضد څرنگه وقایوي او محافظتی تدابیر ونیول شي: څرنگه کیدای شي چې د چارواکو او د مسلمانو ټولنو د همکاریو له لارې د هغو ځوانانو مخه ونیوله شي چې سورېې ته د جگړې له پاره هڅول کیږي او یا د خپلو هیوادونو په دننه کې په حملو لاس پورې کوي.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر، جې جانسن د ترهگرۍ له یوه نوي پړاو څخه خبرې وکړي: «دا دی اوس د سپتمبر د یوولسمې پیښی څخه ۱۳ کاله وروسته نړیوال تروریزم غیر مرکزي شوی دی او وار په وار نور هم مغلق کیږي.» خو د کنفرانس ټول برخه وال پر دې نظر دي چې «د افراطیت شیطانې کړۍ باید ماته شي.»